وزيراعظم شهباز شريف د كوئټه په سيمه  كرم كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان خلاف آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو  امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

  اسلا آپاد ۔ 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټه په سيمه كرم كښې د هند په سرپرستۍ  كښې د كار كوونكو فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف په استخباراتي  آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو  په وژلو  د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم د آپرېشن په …

 

اسلا آپاد ۔ 13 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د كوئټه په سيمه كرم كښې د هند په سرپرستۍ  كښې د كار كوونكو فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو خلاف په استخباراتي  آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو  په وژلو  د امنيتي ځواكونو افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه  وزيراعظم د آپرېشن په مهال د ترهه ګرو  ګڼو ژالو  په موثر ډول ړڼګولو  او په لوېي مقدار كښې د وسلې ٬ ګوله بارود او د چاودېدونكو  موادو په تر لاسه كولو  د امنيتي ځواكونو  د پېشه وزره مهارت او  د جرات ستائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئېل د امنيتي ځواكونو ځوانان د هېواد دښمنه عناصر ناپاكه عزائم خاورې كولو لپاره شپه ورځ  مصروف دي او  د نېشنل ايكشن پلان تر مخه  د هېواد څخه په غېر ملكي  سر پرستۍ كښې د ترهه ګرۍ مكمل خاتمې لپاره  به دا جنګ په مكمل قوت سره روان ساتلے شي۔

مزید خبریں