مصر د غزه په هسپتال د اسرائېلي بريد غندنه وكړه

  قاهره۔ 13 نومبر (اے پي پي)  مصر د غزه پټۍ كښې په خان يونس سيمه كښې  په ناصر مېډيكل كمپلېكس د فضائي بريد غندنه كړې ده٬ چې پكښې  6 فلسطنيان  شهيدان او  د 20 نه زيات ژوبل شول۔  شنهوا تر مخه  د مصر خارجه وزارت تېره ورځ خپل بيان كښې ووئېل  دا بريد د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزي ده  او د غزه جنګ بنډۍ په ځائے  ساتلو سره …

 

قاهره۔ 13 نومبر (اے پي پي)  مصر د غزه پټۍ كښې په خان يونس سيمه كښې  په ناصر مېډيكل كمپلېكس د فضائي بريد غندنه كړې ده٬ چې پكښې  6 فلسطنيان  شهيدان او  د 20 نه زيات ژوبل شول۔  شنهوا تر مخه  د مصر خارجه وزارت تېره ورځ خپل بيان كښې ووئېل  دا بريد د نړيوال قانون بيخي خلاف ورزي ده  او د غزه جنګ بنډۍ په ځائے  ساتلو سره د بشري وضعې ښې كولو لپاره هلو ځلو ته زيان رسوي۔ مصر د اسرايئل نه د جنګ بندۍ د ټولو خلاف ورزيو د سمدستي بندولو غوښتنې كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې هغه جنګ بندي برقرار اوساتي او د نورو بريدونو مخ نيوي له خپل كردار تر سره كړي ٬ دغسې په امن منصوبه عمل درآمد لپاره چې لاره هواري شي  او د غزه استحكام بحال شي۔  واضحه دې وي ناصر هسپتال د غزه دويم لوي روغتون دے۔

مزید خبریں