اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرو خلاف په استخباراتي بنياد كړي آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جڼګ كښې د امنيتي ځواكونو پرله پسې كاميابۍ د قامي …
د صدر مملكت لخوا خېبر پښتونخوا كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

مزید خبریں
اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري په خېبر پښتونخوا كښې د ترهه ګرو خلاف په استخباراتي بنياد كړي آپرېشن كښې د 31 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جڼګ كښې د امنيتي ځواكونو پرله پسې كاميابۍ د قامي عزم او پېشه وره صلاحيتونو څرګندونه ده۔ ده ووئېل د پاكستان سلامتيا ته د زيان رسوونكو په بهرنۍ مرسته د فعاله ترهه ګرو عناصرو خلاف به كاروئۍ روانې وي۔ صدر ووئېل د ترهه ګرو د قبضې څخه وسله ٬ :ګوله بارود او چاودېدونكې مواد تر لاسه كول د ځواكونو د موثر كاروائۍ ثبوت دے۔ صدر مملكت ووئېل د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان نېټ وركس چې په بهرنۍ مرسته لري مكمل خاتمه د قامي سلامتيا تقاضا ده۔ ده ووئېل د پاكستان امن و استحكام ته زيان رسوونكې ترهه ګر چې په بهرنۍ مرسته فعاله دي عزائم به كاميابېدو له ورنه كړے شي۔











