اين سي سي آئي له وسائل وركولو سره به په سائبر جرمونو قابو اومومو۔محسن نقوي

  لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي حکومت نېشنل سائبر کرائم انويسټي ېشن ايجنسۍ (اين سي سي آئي اے) له نور وسائل وركولو له چمتو دے دغسې چې سائبر جرمونه ، آن لائن بليك ميلنګ ، د ماشومانو استحصال او په نورو غير قانوني هلو ځلو قابو وموندلے شي ،د پاك آئي ډي د لارې به وګړو له د سائبر کرائم …

 

لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي حکومت نېشنل سائبر کرائم انويسټي ېشن ايجنسۍ (اين سي سي آئي اے) له نور وسائل وركولو له چمتو دے دغسې چې سائبر جرمونه ، آن لائن بليك ميلنګ ، د ماشومانو استحصال او په نورو غير قانوني هلو ځلو قابو وموندلے شي ،د پاك آئي ډي د لارې به وګړو له د سائبر کرائم په اړه د ګيلو آن لائن درج کولو سهولت وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د لاهور اين سي سي آئي اے دفتر كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل څو اوونۍ وړاندې پرانستې کچهرۍ كښې 6 انجونو  آن لائن بليك ميلنګ څخه په تنګېدو   د خودکشۍ كولو اندېښنه څرګنده كړې وه ٬ دغسې د لاهور اين سي سي آئي اے ډلي سمدستي كاروائي كولو سره بليك ميل کوونكې ټول ملزمان ونيول،ځيني ملزمان څو ساعتونو كښې او يو په يوه ورځ پس او ځيني دوه ورځو كښې ونيول شول۔ده ځپليو انجونو له په ريليف وركولو د اين سي سي آئي اے ډلي له شاباشے وركړو۔محسن نقوي ووئيل د پاك آئي ډي د لارې  د سائبر کرائم ګيلو درج كولو سهولت به ډير زر معارفي كړے شي چې ورسره به د ټولو ګيلو کمپيوټرائزډ ريکارډ مرتب شي او په هغې به د كاروائي پيش رفت هم معلومولې شي۔وفاقي وزير ووئيل اين سي سي آئي اے د نړيوالو تعليمي ادارو په امتحانات كښې په غير قانوني لارو چارو د 5 زره پاکستانيانو د کاميابونكې يوې ډلې درك لګولے دے ،په دې معامله كښې ككړ نيټ ورك په ضد کارروائي کيږي دغسې د دې د لارې ناجائزه ګټې پورته كوونكو د  5 زره پاکستانيانو په ضد به هم كاروائي كولې شي۔ده ووئيل اين سي سي آئي اے د ګريډ 17 يو سرکاري افسر هم نيولے ٬  دغسې د سرکاري ادارو په اړه  د 5 لويو مقدمو پلټني رواني دي۔بايد په سوشل ميډيا غير اخلاقي او د نامناسب موادو  تشهير د هلو ځلو څخه دډه وكړې شي،د قانون له مخې به کارروائي کولې شي۔وفاقي وزير د حکومتي اتحادي ګوندونو ترمينځه د اختلافات خبرونه رد كولو سره ووئيل پيپلز پارټي، مسلم ليګ (ن) او نور اتحادي ګوندونه د حكومت مهمې برخې دي ،ټولي پريكړي په اتفاق  كيږي،بايد په سوشل ميډيا د اختلافات په اړه خپرې شوې ډنډوري حقيقت ونه ګےځولې شي۔

 

 

 

مزید خبریں