بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره  حكومت سرمايه كارو ته خوندي ماحول وركولو لپاره لوظي دے ٬ وزيراعلې

  كوئټه۔ 12 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي  بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره حكومت او د اولس په مرسته سرمايه كارو ته خوندي ماحول وركولو لپاره لوظي د٬  بلوچستان يوازې د قدرتي وسائلو څخه ډك نه دے بلكې دلته اولس مېلمه دوسته٬ روادار او د خپلو وعدو تر سره كولو يو غوره روايت لري۔  د رېكوډك منصوبې سره تړاؤ لرونكې د …

 

كوئټه۔ 12 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلې مير سرفراز بګتي وئېلي دي  بلوچستان كښې د سرمايه كارۍ ودې لپاره حكومت او د اولس په مرسته سرمايه كارو ته خوندي ماحول وركولو لپاره لوظي د٬  بلوچستان يوازې د قدرتي وسائلو څخه ډك نه دے بلكې دلته اولس مېلمه دوسته٬ روادار او د خپلو وعدو تر سره كولو يو غوره روايت لري۔  د رېكوډك منصوبې سره تړاؤ لرونكې د بېرك كمپنۍ د بېرته راتللو په وخت  تر يوې لسيزې نه تر زياتې مودې  د خالي پاتي  كېمپ نه يو د چائے پيالۍ هم وركه نه وه ٬ دا د بلوچستان د اولس د كردار او د  كلتور واضحه مثال دے ۔ ده ووئېل د معدني راهدارۍ پشمول په ګرده صوبه كښې سرمايه كارو  ته مكمل امنيت ٬ ون ونډو آپرشن او ټولې ضروري آسانۍ   به وركولې شي ٬  دغسې د رېډ ازم به هيڅ كنجائش نه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ  د پاكستان منرلز انوېسټمنټ فورم 2026  دستورې ته خطاب كښې وكړه۔  وزيراعلې ووئېل  د رېكوډك په اړه د پوښتنو ځوابونه وركولو نه وړاندې  هغه ڼړۍ ته د بلوچستان د اولس  او د دوي د كلتور په اړه يوه ښكلې قيصه اورول غواړي ۔ ده ووئېل چې كله بېرك كمپني  څو كاله وړاندې رېكوډك منصوبې نه لاړه نو هلته د يوې لسيزې نه تر زياتې مودې هغه كېمپ خالي پروټ ؤ  او هلته هيڅ امنيتي  يا ساتندويه اهلكار نه وو خو چې كله كمپني لس كاله پس بېرته راغله نو د يو كېمپ نه يو ټي شرټ قدرې غلا شوے نه ؤ  او نه د چائے يوه بيالۍ وركه وه۔  ده ووئېل  هم دا بلوچستان دے او دا  د دې ځائے د اولس روايت ٬ كلتور او د مېلمستياﺀ حقيقي عكس دے۔

 

 

مزید خبریں