كوئټه۔12 نومبر (اے پي پي) كوئټه كښې د خانه فرهنګ اسلامي جمهوريه ايران او د بلوچستان د كلتور و سېلګرۍ محكمې په ګده دويم آل بلوچستان اقبال شناسي سېشن و سېمېنار وكړو چې پكښې د بلوجستان ګورنر ٬ دولتي چارواكو ٬ او د 500 نه زياتو دانشورانو او زده كوونكو ګدون وكړو۔ دستوره په دوو برخو مشتمل وه ٬ د خاص او علمې ناستې پروګرام وړومبۍ برخه د علامه …
د خانه فرهنګ ايران د بلوجستان حكومت په همكارۍ دويم آل بلوچستان اقبال شناسي سېمنار

مزید خبریں
كوئټه۔12 نومبر (اے پي پي) كوئټه كښې د خانه فرهنګ اسلامي جمهوريه ايران او د بلوچستان د كلتور و سېلګرۍ محكمې په ګده دويم آل بلوچستان اقبال شناسي سېشن و سېمېنار وكړو چې پكښې د بلوجستان ګورنر ٬ دولتي چارواكو ٬ او د 500 نه زياتو دانشورانو او زده كوونكو ګدون وكړو۔ دستوره په دوو برخو مشتمل وه ٬ د خاص او علمې ناستې پروګرام وړومبۍ برخه د علامه اقبال لاهوري د فكر ٬ فلسفې او د شاعرۍ بېلا بېلو اړخونو لپاره پېنل مباحثو او علمي خطبات لپاره مختص وه ۔ په دې برخه كښې د بلوجستان نامتو 5 د اقباليات پوهانو او محقيقن خپلې مقالې وړاندې كړې ۔ دغس د ناستې په آخر كښې د پوښتنو او ځوابونو يو په زړه پورې سېشن وشو په كوم ګښې چې وېنا والو د پوښتنو كوونكو د پوښتنو ځوابونه وركړل٬ اختتامي دستوره د اعلې چارواكو او د ايران د كلتوري نمائندګۍ په شتوالي كښې وشوه۔ په دې د بلوچستان د سېلګرۍ او كلتور سېكرټري حميد الله ناصر خپل خطاب كښې د دې په زړه پورې دستورې كولو د خانه فرهنګ ايران د اقدام ستائنه وكړه او په راروانو كلونو كښې هم دا لړۍ په روانه ساتلو يې زور راوړو۔











