غزه٬ په ناصر هسپتال د اسرائيل فضائي بريد كښې 5 فلسطنيان شهيدان

  غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د غزه په سوئېلې  ښار  خان يونس كښې د ناصر هسپتال په ودانۍ فضائي بريد كښې د يو سرجن پشمول 5 فلسطنيان  شهيدان او 20 ژوبل شول۔ د بي بي سي تر مخه د غزه  سول ډيفنس  ادارې يو عهدېدار وئېلي دي د زيارت په سهار جنګي الوتكو په مېزائل توغولو د هسپتال وداني په نخښه كړه  چې پكښې د سرجيكل وارډز او …

 

غزه۔ 12 نومبر (اے پي پي)  د غزه په سوئېلې  ښار  خان يونس كښې د ناصر هسپتال په ودانۍ فضائي بريد كښې د يو سرجن پشمول 5 فلسطنيان  شهيدان او 20 ژوبل شول۔ د بي بي سي تر مخه د غزه  سول ډيفنس  ادارې يو عهدېدار وئېلي دي د زيارت په سهار جنګي الوتكو په مېزائل توغولو د هسپتال وداني په نخښه كړه  چې پكښې د سرجيكل وارډز او ډېر نګهداشت (آئې سي يو ) څانګې وې٬   په سوشل مېديا   شيئر كړو وېډيوز  كښې  د ودانې نه لوګے خيژي او په دوېم منزل تباهي لېدلې كېږي  چرته چې د چاؤدنې نه پس  طبي آلات  او كټونه خواره واره پراته دي۔د ناصر مېډيكل كمپلېكس ډائرېكټر ووئېل   په بريد كښې د مېرمنو او نارينه وو  سرجېكل او آئې سي يو څاڼكو ته سخت زيان رسېدلے  دے۔  د دې نه وړاندې  د سول ډيفنس وياند محمود بصل  اے ايف پي ته وئېلي وو په بريد كښې 6 فلسططنيان شهيدان شوي دي۔ بي بي سي ووئېل د اسرائيل د اړخه  په غزه كښې په خپلواكه رپورټنګ  د بندېز له امله د فضائي بريد تفصيلات   په آزادۍ سره تصديق ونه شو۔ د دې نه وړاندې ناصر هسپتال په  2025 كښې په نخښه كړے شوے ؤ چې پكښې  20 كسان شهيدان شوي وو۔

 

مزید خبریں