نائب وزيراعظم اسحاق ډار آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې د روانو پرمختيائي پروژو بشپړولو او اولس ته د ريليف وركولو سپارښتنه وكړه  

  اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې آزاد جموں و كشمير او ګلګت بلتستان كښې  د روانو پرمختيائي پروژو د كار رفتار تندولو او اولس له سماجي و اقتصادي څانګو كښې ښه ريليف وركولو لپاره د اړوندو حكومتونو سره نزدې رابطي باوري كړي۔د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر د اړخه جاري شوې …

 

اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې آزاد جموں و كشمير او ګلګت بلتستان كښې  د روانو پرمختيائي پروژو د كار رفتار تندولو او اولس له سماجي و اقتصادي څانګو كښې ښه ريليف وركولو لپاره د اړوندو حكومتونو سره نزدې رابطي باوري كړي۔د زيارت په ورځ د نائب وزيراعظم دفتر د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان حكومت سره د آزاد جموں و كشمير (اے جے كے) او ګلګت بلتستان (جي بي) په اړه د چارو جاج اخستلو لپاره غونډه وشوه۔په غونډه كښې د دواړو سيمو انتظامي او حكومتي چارو ته پام لرنه وشوه۔ ګډون كوونكو د وفاق او سيمه ايزو حكومتونو ترمينځه رابطو موثره كولو، د ځڼډ ښكار قانون سازۍ او مالياتي چارو حل كولو او سماجي اقتصادي پرمختګ پروژو پشمول سړكونو، بنيادي ډھانچې، صحت سهوليات او  د سيمه ايزو رابطو پروژې تندولو لپاره  د اداره جاتي تګلارې جاج واخستلے شو۔نائب وزيراعظم و خارجه وزير آزاد جموں و كشمير او  د ګلګت بلتستان تاريخي اهميت او هلته د وګړو ځانګړې قربانۍ رامخې ته كولو سره ووئيل د دواړو سيمو نوي جوړ حكومتونه دې  د ښې واكمنۍ د لارې مسئلې په ښه ډول حل كولو او اولسي خدمات لپاره د نتيجې وړ اقدامات وكړي۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په روانو پروژو د كار رفتار تندولو سره او اولس له سماجي و اقتصادي څانګو كښې ښه ريليف وركولو لپاره اړوندو حكومتونو سره نزدې رابطه باوري كړي۔په غونډه كښې د كشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير ، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، د كشمير چارو سيكريټري ، ګلګت بلتستان و سيفران او اړوندو وزارتونو سينئر چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں