وزير مملكت  بلال اظهر كياني  د كېش ليس پاكستان اقدام ترمخه سټيټ بينك  ته د راست كيو آر مرچنټ ډسكاؤنټ ريټ سكيم منظورۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د وركنګ پيپر جوړولو سپارښتنه وكړه

  اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د خزاني وزير مملكت بلال اظهر كياني  د كېش ليس پاكستان اقدام ترمخه سټيټ بينك  ته د راست كيو آر مرچنټ ډسكاؤنټ ريټ سكيم منظورۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د وركنګ پيپر جوړولو سپارښتنه وكړه، وزيرمملكت  د كېش ليس پاكستان اقدام ټاكلو اهداف سر كولو لپاره  د سركاري او نجي څانګي ادارو ترمينځه رابطو او شريكي مرستي لا قوي كولو …

 

اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د خزاني وزير مملكت بلال اظهر كياني  د كېش ليس پاكستان اقدام ترمخه سټيټ بينك  ته د راست كيو آر مرچنټ ډسكاؤنټ ريټ سكيم منظورۍ عمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره د وركنګ پيپر جوړولو سپارښتنه وكړه، وزيرمملكت  د كېش ليس پاكستان اقدام ټاكلو اهداف سر كولو لپاره  د سركاري او نجي څانګي ادارو ترمينځه رابطو او شريكي مرستي لا قوي كولو سپارښتنه وكړه۔د خزاني وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزير مملكت بلال اظهر كياني د تيرې جمعې په ورځ د وزيراعظم په مشرۍ كښې د كېش ليس پاكستان په اړه د غونډي نه پس د زيارت په ورځ د فالو اپ غونډي مشري وكړه چې پكښې  د ډيجيټل ادائيګيو په وده ،  د راست كيو آر ايم ډي آر سكيم تګلاري او وزيراعظم په ډيش بورډ د پيش رفت موثره نګرانۍ لپاره  د اشارو په ښه كولو غور وشو۔په غونډه كښې د سركاري او نجي څانګي اعلیٰ چارواكو ګډون وكړو او د وزيراعظم په مشرۍ كښې  د جوړې كېش ليس كمېټۍ په پريكړو د عمل درآمد جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې د ډيجيټل ادائيګيو ودې لپاره مقرره اهداف او  د سباؤن په تګلاره هم غور وشو۔په غونډه كښې د خزاني وزارت،  سټيټ بينك، د انفارمېشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكېشن وزارت او نادرا سينئر استازو ګډون وكړو۔د شخصي څانګې د اړخه  د ايزي پيسه ډيجيټل بينك صدر،  د جاز كېش چيئرمېن،  د بينك الفلاح چيف ډيجيټل افسر او د جے اېس بينك، كرنداز پاكستان پشمول د ډيجيټل ادائيګيو څانګي سره تړون لرونكو نورو ادارو اعلیٰ چارواكو هم ګډون وكړو۔وزير مملكت د ګډون كوونكو تجاويز او مرستې ستائيلو سره سپارښتنه وكړه چې  د كېش ليس پاكستان اقدام ټاكلي اهداف سر كولو لپاره سركاري او  دنجي څانګي ادارو ترمينځه رابطې او شريكه مرسته به لا قوي كولې شي۔

مزید خبریں