د بلوچستان ګورنر سره د جمعيت علماﺀ اسلام(س)مركزي امير مولانا عبدالحق ثاني په مشرۍ كښې  د پلاوي ملاقات

  كوئټه 12 نومبر(اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ص)مركزي امير مولانا عبدالحق ثاني په مشرۍ كښې يو بلاوي د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔پلاوي كښې مولانا خذيمه٬د جمعيت علماﺀ اسلام(س)صوبائي امير مفتي عبدالواحد بازئي او مولانا فيض الحق حقاني هم شامل وو۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي او سياسي او سماجي صورتحال٬په صوبه كښې د امن او استحكام٬پرمختګ …

 

كوئټه 12 نومبر(اے پي پي)د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل سره د جمعيت علماﺀ اسلام(ص)مركزي امير مولانا عبدالحق ثاني په مشرۍ كښې يو بلاوي د كوئټې په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو ۔پلاوي كښې مولانا خذيمه٬د جمعيت علماﺀ اسلام(س)صوبائي امير مفتي عبدالواحد بازئي او مولانا فيض الحق حقاني هم شامل وو۔د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي او سياسي او سماجي صورتحال٬په صوبه كښې د امن او استحكام٬پرمختګ او  د معاشرتي اصلاح چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د بلوچستان ګورنر جعفر خان مندوخيل پلاوي سره په خبرو كښې ووئيل   د سياست يو بنيادي اصول دا دي چې په سياست كښې كومه خلا پاتې نه وي۔د سياستمدارو اصل دانشمندي دا ده چې كومه هم تشه يوازې د ډكولو په ځائے دا د وړاندې څخه ښه٬موثر او په تعميري انداز تر سره كړی شي دغسې چې اصلاح٬خېرښېګړه او  د اجتماعي پرمختګ نوې لارې متعين كړی شي۔ده ووئيل په هېواد كښې پوخ امن٬سياسي استحكام او تل پاتې پرمختګ باوري كولو په خاطر  د علماﺀ كرامو  اولس دوسته او تعميري كردار د اهميت وړ دے۔

مزید خبریں