انطالیه 12 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د تركيې صدر رجب طیب ایردوان د پاکستان او ترکیې ترمينځه د تاریخی او ورورولۍ اړيكو مخ په وړاندې تللو د اطمینان څرګندوني سره اقتصادی رابطو لا مستحکمولو له د نوو موقعو د لټون اهميت رامخې ته كړو دغسې سيمه كښې تل پاتي امن باوري كولو لپاره د اسلام آباد مفاهمتي يادښت ترمخه د ډلو لخوا د خپلو …
وزیراعظم شهباز شریف د ترکيې صدر رجب طیب ایردوان سره وليدل، د دوه اړخيزه اړيكو مخ په وړاندې تللو د اطمینان څرګندونه

مزید خبریں
انطالیه 12 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف او د تركيې صدر رجب طیب ایردوان د پاکستان او ترکیې ترمينځه د تاریخی او ورورولۍ اړيكو مخ په وړاندې تللو د اطمینان څرګندوني سره اقتصادی رابطو لا مستحکمولو له د نوو موقعو د لټون اهميت رامخې ته كړو دغسې سيمه كښې تل پاتي امن باوري كولو لپاره د اسلام آباد مفاهمتي يادښت ترمخه د ډلو لخوا د خپلو خپلو وعدو او ذمه وارو د پاسدارۍ په اهميت زور راوړو۔د زيارت په ورځ د وزیراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم محمد شهباز شریف د ملګرو ملتونو ماحولیاتی بدلون فریم ورك کنونشن ترمخه د کوپ 31 مشرانو غونډي په موقع د ترکیې صدر رجب طیب ایردوان سره دوه اړخيزه ملاقات وشو ۔دواړو لارښودو د پاکستان او ترکیې ترمينځه تاریخی او د ورورولۍ اړيكو پخلے وكړو او دوه اړخيزه اړيكو په مثبت پلو مخ په وړاندې تللو يې د اطمینان څرګندونه وكړه۔وزیراعظم او د تركيې صدر دوه اړخيزه مرستي ته د ودي وركولو په بيلو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وكړه چې پكښې په خاص توګه تجارت و سرمایه كارۍ، دفاعي مرستي او د توان په څانګه كښې همكارۍ او د سيمه ايزو رابطو ودي ته پام لرنه وشوه ۔دواړو لارښودو په روانو اقداماتو عملدرآمد تندولو او اقتصادي رابطي لا مستحکمولو لپاره د نوو موقعو لټولو په اهميت زور راوړو۔ دوي د سيمي په بدله شوې وضعه او نړيواله كچه مهم پیش رفت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم تاؤ ترېښوالي كښې كمي او د خبرو اترو ودې لپاره د سيمه ايزو هېوادونو او په خاص توګه د مكه لوظنامې غړو هېوادونو هڅي رامخې ته كړي۔صدر رجب طیب ایردوان د پاکستان رغنده کردار او سفارتی هڅي وستائيلي د كومي په نتيجه كښې چې د اسلام آباد مفاهمتی یادداښت لاس ليك شوے۔وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان روانو سفارتي هڅو په مهال مستقل مرستې او په نزدې رابطه كارۍ د صدر ایردوان مننه وكړه۔دواړو لارښودو سيمه كښې تل پاتي امن باوري كولو له د اسلام آباد مفاهمتي يادښت ترمخه د ټولو ډلو د اړخه د خپلو خپلو لوظونو او ذمه وارو په پاسدارۍ زور راوړو۔دواړو لارښودو د قامي ګټې په بنیادی چارو د يو بل د غير متزلزل مرستې هم پخلے وكړو كومه چې د پاكستان او ترکیې ترمينځه د شريك باور او يووالي پخواني روایت څرګندونه ده۔دغسې دوي د ورورولۍ اړيكو او امن او سوكالۍ شريك وژن په بنیاد د پاکستان او ترکیې ترمينځه سټریټجکي شراکت داری لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔











