اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كوهاټ كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خېبرپښتونخوا پوليس ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايكس جاري خپل پیغام كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان د شهيدانو جرات٬بهادرۍ او فرائض ترسره كولو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د …
د مواصلات وفاقي وزير كوهاټ كښې په ترهه ګرۍ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس ځوانانو په شهادت د غم درد څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د استحكام پاكستان پارټۍ صدر او د مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان كوهاټ كښې د ترهه ګرۍ په بريد كښې د خېبرپښتونخوا پوليس ځوانانو په شهادت د غم دړد څرګندونه كړی ده ۔ د سماجي رابطې په ويب پاڼه ايكس جاري خپل پیغام كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان د شهيدانو جرات٬بهادرۍ او فرائض ترسره كولو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د خوږ هېواد امن او سلامتيا لپاره د خپلو ځانونو په قربانۍ وركولو پوليس ځوانان د قام حقيقي اتلان دي۔وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې امنيتي ادارو او د قانون نافذ كوونكو اهلكارو قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ سبب دي ٬ د خېبرپښتونخوا پوليس د نرانو ځوانانو لازواله قربانۍ به تل يادې ساتلې شي او ټول قام د خپلو شهيدانو عظيمو قربانو ته قدر په سترګو ګوري۔ده د شهيد پوليس اهلكارو لوړو درجو٬بخښنې او غم جنو كورنيو له د زغم دعا كولو سره ووئيل په دې لويه پیښه د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔











