د وفاقي وزير احسن اقبال د ګولړه ګرلز سكول دوره٬تعليمي اصلاحات٬تخليقي سوچ او د تحقيق په وده زور

  اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د اسلام آباد تعليمي نظام ټول پاكستان لپاره يو مثالي ماډل جوړول غواړي٬د حكومت وړومبے پام ټولو ماشومانو ته يو ډول او معياري نظام تعليم وركولة ته دے٬راتلونكې دور كښې د قامونو د كاميابۍ پريكړه د مسل پاور په ځائے په …

 

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او د خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئېلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې حكومت د اسلام آباد تعليمي نظام ټول پاكستان لپاره يو مثالي ماډل جوړول غواړي٬د حكومت وړومبے پام ټولو ماشومانو ته يو ډول او معياري نظام تعليم وركولة ته دے٬راتلونكې دور كښې د قامونو د كاميابۍ پريكړه د مسل پاور په ځائے په برين پاور كولې شي٬ځكه پاكستان له به يوازې صارف نه بلكې د علم تخليق كونكې قام جوړېدل وي۔د ګولړه سكول دورې په موقع خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل  د پاكستان تعليمي نظام كښې  د بنيادي نوعيت اصلاحات ضرورت دې دغسې چې نوې نسل د جديد دور تقاضو سر سم كړے شي٬مونږ له به په رټه اډانه تعليمي نظام څخه په وړاندې تللو  تنقيدي سوچ٬تخليقي صلاحيتونه٬تحقيق او اختراعي فكر ته وده وركول وي۔

مزید خبریں