د سېنېټ چيئرمېن  سيد يوسف رضا ګيلاني  د 56م پاکستان نيوي سټاف کورس ګډون كوونكو سره خاص ناستې ته وينا

  اسلام آباد 12 نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن  سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  د قامي سلامتيا تصور يواځې تر روايتي دفاعي چارو محدود نه بلکه په دې كښې سياسي استحکام، معاشي مضبوطيا، مؤثر واكمني او بحري سلامتيا هم بنيادي اهميت لري،ده قامي پاليسي جوړولو، جمهوري نګراني او  د پاکستان تزويراتي و معاشي ګټې تحفظ كښې د پارليمان کليدي کردار رامخې ته كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده …

 

اسلام آباد 12 نومبر  (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن  سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي  د قامي سلامتيا تصور يواځې تر روايتي دفاعي چارو محدود نه بلکه په دې كښې سياسي استحکام، معاشي مضبوطيا، مؤثر واكمني او بحري سلامتيا هم بنيادي اهميت لري،ده قامي پاليسي جوړولو، جمهوري نګراني او  د پاکستان تزويراتي و معاشي ګټې تحفظ كښې د پارليمان کليدي کردار رامخې ته كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده پارليمنټ هاؤس كښې 56م پاکستان نيوي سټاف کورس ګډون كوونكو سره يو خاص  ناستې ته وينا كښې وكړه۔د سېنېټ چيئرمېن  د 45 هېوادونو سره تعلق لرونكو افسرانو پشمول د کورس ګډون كوونكو هركلي كولو سره هغوي د ملګرتيا او خيرسګالۍ سفير وګرځول۔ده د پاکستان تزويراتي بحري اهميت او بليو اکانومي ډېر صلاحيتونه رامخې ته كولو سره ووئيل دا څانګه د تجارت، سرمايه کارۍ، روزګار موقعو او سيمه ايزو رابطو ودې كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ په نړيواله كچه رامخې ته شوي چيلنجونه چې پكښې سائبر خطرې، ګرے زون شخړي او د موسمياتي بدلونونو اثرات شامل دي، حواله وركولو سره د سېنېټ چيئرمېن جامع قامي تګلارو، فعاله سفارتکارۍ او نړيوالي مرستي په اهميت زور راوړو۔ده د مکالمې او رغنده رابطو د لارې سيمه ايز امن لپاره د پاكستان د عزم پخلي سره د امريكې او ايران د اوسني تاؤ ترېښوالي په مهال د پاكستان د سفارتي هڅو ذكر وكړو۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل قوي پارليمان د قوي قام بنياد وي ځكه چې قانون سازي، د بجټ منظوري او پارليماني نګراني ٬ د قومي واكمنۍ ، پشمول دفاع او سلامتيا چارو لپاره يو ضروري آئيني فريم ورك وركوي۔ ده د دفاعي چارو پارليماني جانچ پړتال كښې د سېنېټ د دفاع لپاره قائمه کمېټۍ رغنده کردار هم وستائيلو۔ د سېنېټ چيئرمېن پيشه وره عسکري تعليم وده كښې د وار کالج خدمات ستائيلو سره د اداره جاتي رابطو تسلسل هركلے وكړو۔د ناستې په آخر کمانډنټ د سېنېټ چيئرمېن  او سېنېټ سيکرټريټ معلوماتي نشست كولو او سهولت کارۍ مننه وكړه۔په دې موقع د يادګاري شيلډز او ِډالو تبادله هم وشوه۔د دې دورې سره ګډون كوونكو ته د پارليمان آئيني ذمه وارو او قامي سلامتيا، جمهوري طرزِ حکمراني او بحري پرمختګ كښې د هغوي د کردار پيژندلو يوه مهمه موقع ترلاسه شوه۔

مزید خبریں