لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي نېشنل کرکټ اکيډمي اپ ګريډيشن رواني پروژي دوره وكړه او د تعميراتي و پرمختيائي كارونو جاج ئې واخست۔په دې موقع ده په منصوبه د پيشرفت په اړه بريفنګ واخست او كار تر 31 جنوري بشپړولو نېټې څخه ئې ځان خبر كړو۔دې نه پس ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي ووئيل په نېشنل کرکټ اکيډمي كار روان …
د قامي ډلې لوبغاړو سينټرل کنټريکټس چاري په حتمي پړاؤ كښې دي۔ د پي سي بي چيئرمين نيشنل کرکټ اکيډمي دورې په موقع خبرې

مزید خبریں
لاهور 12 نومبر (اے پي پي) د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي نېشنل کرکټ اکيډمي اپ ګريډيشن رواني پروژي دوره وكړه او د تعميراتي و پرمختيائي كارونو جاج ئې واخست۔په دې موقع ده په منصوبه د پيشرفت په اړه بريفنګ واخست او كار تر 31 جنوري بشپړولو نېټې څخه ئې ځان خبر كړو۔دې نه پس ميډيا سره خبرو كښې محسن نقوي ووئيل په نېشنل کرکټ اکيډمي كار روان دے او دا به په ټاكلې شوې موده كښې د بشپړلو هڅي كولې شي۔ اکيډمي كښې به زلمي لوبغاړي تربيه كولې شي دغسې د قامي ډلي لوبغاړو موجوده كمزورو لري كولو او د هغوي صلاحيتونو لا زياتولو ته به هم پام لرنه كولې شي۔ده ووئيل د اکيډمي بنيادي مقصد زلمو لوبغاړو له ښه تربيه او جديد سهولتونه وركول دي دغسې چې سباؤن لپاره صلاحيت لرونكې لوبغاړي رامخې ته كړے شي۔دې سره سره به د لوبغاړو په تکنيکې او نورو کمزورو هم كار كولې شي۔د پي سي بي چيئرمين ووئيل د لوبغاړو سينټرل کنټريکټس اعلان به راروانز يو دوه ورځو كښې وكړے شي۔په دې اړه چاري حتمي پړاؤ كښې دي او ډير زر به رسمي اعلان وكړے شي۔ محسن نقوي ووئيل په خپله ډله باور لرم او ډله چې كومه هم پريكړه كوي هغه سمه ده۔ده ووئيل بورډ د پاکستان کرکټ ښه والي، زلمو لوبغاړو جوړولو او د قامي ډلې کارکردګي ښه كولو له كار كوي۔ دغسې د نېشنل کرکټ اکيډمي اپ ګريډيشن هم په دې كښې يوه مهمه كړۍ ده، چرته چې د سباؤن کرکټرز جوړولو سره د موجوده لوبغاړو په كمزورڅو قابو موندلو لپاره اقدامات کولې شي۔











