اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي پاکستان كښې د ذيابيطس زيات شوي بار مخنيوي لپاره د روغتيا احتياطي پاليسۍ به لا قوي كول وي،د ذيابيطس مخنيوي لپاره د پاکستان نيشنل هارټ ايسوسي ايشن (پناه) خدمات د ستائني وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ذيابيطس نړيوالي ورځ 2026 په اړه د پاکستان نيشنل هارټ ايسوسي ايشن (پناه) تر …
پاکستان كښې بالغه آبادۍ كښې نزدې پهً څلورو كښې يوه برخه د ذيابيطس ځپلې دي ۔ د روغتيا وزير مملکت د پناه تر سيوري لاندي دستوري ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د روغتيا وزير مملکت ډاکټر مختار احمد بھرتھ وئيلي دي پاکستان كښې د ذيابيطس زيات شوي بار مخنيوي لپاره د روغتيا احتياطي پاليسۍ به لا قوي كول وي،د ذيابيطس مخنيوي لپاره د پاکستان نيشنل هارټ ايسوسي ايشن (پناه) خدمات د ستائني وړ دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ذيابيطس نړيوالي ورځ 2026 په اړه د پاکستان نيشنل هارټ ايسوسي ايشن (پناه) تر سيوري لاندي دستوري ته وينا كښې وكړه۔د روغتيا وزير مملکت ووئيل په پاکستان كښې نزدې 3 کروړه 45 لکهه كسان د ذيابيطس په رنز اخته دي دغسې د پاکستان بالغه آبادۍ كښې نزدې په څلورو كښې يوه برخه د دې رنځ له امله ځپلې شوي، ذيابيطس يواځې د روغتيا مسئله نه د هبلکه يو لويې معاشي او ترقياتي چيلنج هم دے۔ ډاکټر مختار بھرتھ ووئيل مونږ له به د دې رنځ د درملني سره سره د هغې مخنيوي او تشخيص ته هم پام لرنه كول وي، وزيراعظم د ذيابيطس څخه بچ كيدو او په هغې قابو موندلو پروګرام لپاره 6 اربه 80 کروړه روپۍ بيلي كړي دي ،د ذيابيطس مخنيوي لپاره د روغتيا بنيادي نظام كښې سرمايه کارۍ ته اړتيا ده۔











