اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي ايس پي) چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په کوهاټ كښې په پوليس اهلکارو د ترهه ګرۍ بريد غندنې طولو سره ووئيل کوهاټ كښې پوليس اهلکار په نخښه كول ناوړه او د غندني وړ اقدام دے۔ بي آئي ايس پي د اړخه جاري شوې بيان كښې دې ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د …
د بي آئي ايس پي چيئرپرسن په کوهاټ كښې په پوليس اهلکارو د ترهه ګرۍ بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) د بے نظير انکم سپورټ پروګرام (بي آئي ايس پي) چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد په کوهاټ كښې په پوليس اهلکارو د ترهه ګرۍ بريد غندنې طولو سره ووئيل کوهاټ كښې پوليس اهلکار په نخښه كول ناوړه او د غندني وړ اقدام دے۔ بي آئي ايس پي د اړخه جاري شوې بيان كښې دې ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د خېبرپښتونخوا پوليس قربانۍ د نه هيرولو دي۔ده د فرائض ترسره كولو په مهال شهيدو شوو پوليس اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې شريك يو۔ده د شهيدانو كورنيو لپاره د زغم او د ژوبل پوليس اهلکارو زر روغتيا له دعا اوكړه۔دې سپارښتنه وكړه چې ژوبل كسانو له دې ښې طبي آسانۍ وركړې شي۔دې ووئيل د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ ختمولو له به ټول قام له يو موټېے كيدل وي۔ سينيټر روبينه خالد ووئيل هېواد كښې امن و امان او د وګړو تحفظ لپاره د قانون نافذ کوونكو ادارو قربانۍ د نه هيرولو دي۔











