امريكا كښې د روس سفير الېګزېنډر دارچيف  په حق ورسېد

  واشنګټن۔ 12 نومبر (اے پي پي) امريكا كښې د روس سفير الېګزېنډر دارچيف په حق ورسېدو ۔ د تاس تر مخه  د روس خارجه وزارت په امريكا كښې د رزس سفير الېګزېنډر دارچيف د مرګ اعلان كړے دے ٬  خو د هغه د مرګ سبب  او حالات په اړه څه نه دي وئېلي شوي ۔  دارچيف  د روس او امرېكې تر مينځه  د تاو تريخوالي په مهال واشنګټن كښې …

 

واشنګټن۔ 12 نومبر (اے پي پي) امريكا كښې د روس سفير الېګزېنډر دارچيف په حق ورسېدو ۔ د تاس تر مخه  د روس خارجه وزارت په امريكا كښې د رزس سفير الېګزېنډر دارچيف د مرګ اعلان كړے دے ٬  خو د هغه د مرګ سبب  او حالات په اړه څه نه دي وئېلي شوي ۔  دارچيف  د روس او امرېكې تر مينځه  د تاو تريخوالي په مهال واشنګټن كښې د سفير ذمه وارۍ تر سره كولې۔  هغه د شمالي افرېقې د چارو  او روس ٬ د امرېكې اړيكو په اړه پراخه تجربه لرله۔  الېګزېنډر دارچيف په 14 مئ 1960 كښې زېږېدلے ؤ  ٬ د 1980 په لسيزه كښې د سويت يونين په سفارتني سروس كښې شامل شوے ؤ۔ د سويت يونين د خاتمې نه پس هغه د روس په خارجه وزارت كښې  خدمات جاري ساتلې وو۔  هغه د 2014 نه تر 2021 په كاناډا كښې  د روس سفير پاتي ؤ  او د هغې نه پس  په خارجه وزارت كښې د شمالي امريكا ډائرېكټورېټ مشر ؤ۔  هغه په كال 2025 كښې د اناطولي انتونوف په ځائے  امريكا كښې د روس سفير  لګوولے شوے ؤ۔

مزید خبریں