د كورنيو چارو وفاقي وزير سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی ملاقات٬ په امن او پرمختيائي چارو د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی امجد حسين ملاقات وكړو۔  ۔په ملاقات كښې د منطقې په مجموعي صورتحال٬امن او امان او د شريكې خوښې په چارو په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل ګلګت بلتستان كښې پرمختګ٬امن او …

 

اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي سره د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی امجد حسين ملاقات وكړو۔  ۔په ملاقات كښې د منطقې په مجموعي صورتحال٬امن او امان او د شريكې خوښې په چارو په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔داخله وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل ګلګت بلتستان كښې پرمختګ٬امن او استحكام لپاره حكومتي هېڅې د ستائنې وړ دي۔ده په دې خبره د خوشحالۍ څرګندونه وكړه چې  د ګلګت بلتستان رخ كوونكو سېلګرو شمېره كښې زياتے روان دے۔محسن نقوي ووئيل  ګلګت بلتستان كښې د سېلګرۍ ودې څخه به نه يوازې ځايې معيشت قوي شي بلكې د روزګار نوې موقعې به هم راپېدا شي۔ده باور وركړو چې  د ګلګت بلتستان مجموعي پرمختګ او امن او امان په ځائے ساتلو لپاره به وفاقي حكومت خپله هر ممكنه مرسته روانه ساتي۔په دې موقع د ګلګت بلتستان وزيراعلٰی امجد حسين وفاقي وزير د منطقې صورتحال نه خبرولو كښې ووئيل ګلګت بلتستان كښې دا مهال مجموعي صورتحال د ډاډ وړ دے او ماحول  پرامن دے۔

مزید خبریں