اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د هېواد څخه د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د ګرډ هېواد په كچه اسكريننګ او د كوټلې تګلارې په ضرورت زور راوړے دے۔حكومت د دې چيلنج سنګيني هم رامخې ته كړې چې له مخې يې په لاكهونو پاكستاني په تور زيړي د اخته كېدو اندېښنه ده۔خپل يو بيان كښې سماجي كاركن ډاكټر سعيد كريم ووئېل د …
د تور زيړي خاتمې لپاره په ګرد هېواد كښې اسكيننګ او كوټلې تګلاره ضروري ده۔د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر(اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال د هېواد څخه د هيپاټائټس سي خاتمې لپاره د ګرډ هېواد په كچه اسكريننګ او د كوټلې تګلارې په ضرورت زور راوړے دے۔حكومت د دې چيلنج سنګيني هم رامخې ته كړې چې له مخې يې په لاكهونو پاكستاني په تور زيړي د اخته كېدو اندېښنه ده۔خپل يو بيان كښې سماجي كاركن ډاكټر سعيد كريم ووئېل د هيپاټائټس سي خاتمې قامي پروګرام د خپل مطلوبه اهداف سر كولو لپاره روانه ساتل ډېر ضرورې دے۔باقاعده اسكريننګ٬داروګان د كوم تعطل نه غېر وركول٬ د باور وړ تشخيصي سهوليات٬د تربيه لرونكې طبي عمله او موثره د نګرانۍ نظام د پروګرام د تل پاتي كاميابۍ تعين كوي۔ده ووئيل د ورځې په اجرت كار كوونكې داسې كسان كوم چې ګران طبي ټيسټ او د معائنې خرڅونه برداشت كولې نه شي٬ د خپلې كورنۍ د روغتيا په اړه فكر مندې مياندې او هغه بزرګ كوم چې د څو كلونو څخه د ټيسټونو څخه ډډه كوي٬د هغوي ټولو لپاره وړيا اسكريننګ او د علاج سهوليات د رنځ او رغېدو ترمينځه فرق ثابتېدے شي۔











