اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د معدنيات پرمختګ يوه مهمه قامي معاشي پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي د پاكستان خارجه پاليسي په امن،خپلواكۍ او د شريكې ګټې لپاره د همكارۍ په اصولو اداڼه ده، پاكستان د معدنيات لټون او سرمايه كارۍ لپاره يو مسابقتي اور د باور وړ مقام په توګه موقعه وركوي،هېواد كښې د معدنيات او …
معدنياتي پرمختګ مهمه ملي معاشي پام لرنه ده ، پاكستان د معدنيات لټون او د سرمايه كارۍ لپاره يو مسابقتي او د باور وړ مقام حيثيت لري۔ د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 ته وينا

مزید خبریں
اسلام آباد 12 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د معدنيات پرمختګ يوه مهمه قامي معاشي پام لرنه ګرځولو سره وئيلي دي د پاكستان خارجه پاليسي په امن،خپلواكۍ او د شريكې ګټې لپاره د همكارۍ په اصولو اداڼه ده، پاكستان د معدنيات لټون او سرمايه كارۍ لپاره يو مسابقتي اور د باور وړ مقام په توګه موقعه وركوي،هېواد كښې د معدنيات او كان كنې په څانګه كښې په زړه پوري صلاحيت شته،د ښو پاليسو او نړيوالي سرمايه كارۍ د لارې د معدنيات څانګه نوره هم پرمختګ كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ’’ پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 ‘‘ ته وينا كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم د وزيراعظم محمد شهباز شريف او پاكستان حكومت د اړخه پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 كښې ګډون كوونكو ته هركلې وئيلو سره ووئيل د 60 څخه زياتو هېوادونو ګډون كول د دې خبري عكاسي ده چې د پاكستان معدنياتي صلاحيتونو كښې نړيواله خوښي زياتيږي او په دې څانګه كښې د اوږد مهالې شراكت دارۍ جوړولو له زمونږ په عزم باور زياتيږي۔ده د انويسټمنټ فورم په كولو د توان وزارت (پټروليم ډويژن)، او جي ډي سي ايل، په خاص توكه د سرمايه كارۍ سهولت كونسل (ايس آئي ايف سي) او اړوندو شراكت دارو ادارو هڅي وستائيلي ۔ ده ووئيل خارجه وزارت او زمونږ سفارتي مشنز نړيوال شركت باوري كولو او پاكستان كښې په معدنياتي سرمايه كارۍ موقعو كښې د ممكنه سرمايه كارو سره تعلق كښې مهم كردار ترسره كړے۔ نائب وزيراعظم ووئيل د پاكستان منرلز انويسټمنټ فورم 2026 يواځې يو سرمايه كاري كنفرنس نه بلكه دا د نړيوال بدلون عمل كښې فعاله كردار ترسره كولو له د پاكستان د عزم څركندونه ده كوم چې پاك توان ، ډيجيټل ټيكنالوجيز او د جديد صنعتي پيداوار په څانګو كښې لري۔ده ووئيل پاكستان د خپل معاشي مزل په يو موړ ولاړ دے، د تيرو دوو كلونو په مهال مونږ مالياتي نظم و ضبط، ساختي اصلاحات او محتاط مالياتي انتظام د لارې خپلو مهمو معاشي اشارو مستحكمولو كښې ښه پيشرفت كړے دے۔ سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل معدني وسائل له پرمختګ وركول زمونږ د معاشي بدلون راروان پړاؤ يو بنيادي برخه ده،دې سره به برآمدات كښې پراختيا راپيدا شي، صنعتي بنياد به قوي شي،د اوږدې مودې سرمايه كارۍ ته به وده ترلاسه شي او اولس له به نوي موقعې راپيدا شي۔ده ووئيل پاكستان معدني وسائل لرونكے او متنوع پانګو څخه ډك هېواد دے،د هېواد په لويديزه برخه كښې ټيتھان ميټلوجينِك بيلټ سره د تانبې او سرو زرو پانګو صلاحيت خاص اهميت لري۔ نائب وزيراعظم ووئيل په بلوچستان كښې د ريكوډك تانبې او سرو زرو پانګي شته، بيرك ګولډ، د پاكستان وفاقي سركاري ادارو او د بلوچستان حكومت سره په كډه شراكت داري د دې خبري ښكاره مثال دے چې څه ډول نړيواله پوهه ، قامي شموليت او صوبائي ملكيت يو كولو سره لويې او د اوږدې مودې سرمايه كارۍ منصوبې مخ په وړاندې بوتللې شي ۔ده ووئيل زمونږ مقصد يواځې معدنيات راوېستل او په خام شكل برآمد كول نه نه بلكه پاكستان كښې د هغې پراسيسنګ، پاكوالے او د صنعتي پيداوار صلاحيت ته وده وركول دي۔ نائب وزيراعظم ووئيل د پاكستان آئيني ډھانچې د وفاق او صوبو ترمينځه شراكت داري ضروري ګرځولې ده ، صوبې په دې قامي هڅه كښې بنيادي شراكت دارې دي او د هغې آئيني اختيارات او په معدني وسائل د هغوي د ملكيت احترام كول ضروري دے۔ نائب وزيراعظم ووئيل بلوچستان د پاكستان معدني سباؤن يوه مركزي ستن ده،مونږ د دې عزم سره مخ په وړاندې روان يو چې د هغوي د قدرتي وسائل پرمختګ به د صوبې معيشت او د اولس په ښېګړه كښې كردار ترسره كړي،زمونږ د معدنياتي پرمختګ ايجنډا خېبر پښتونخوا او معدني وسائل لرونكو شمالي سيمو تر خپره شوې۔ده ووئيل كومه هم د كان كنې منصوبه بايد د خپل حدود څخه بهر هم موقعې راپيدا كړي۔ نائب وزيراعظم ووئيل حكومت به دا خبره باوري كوي چې ځائې آبادي نه يواځې په دغه منصوبو كښې فعاله ګدون وكړي بلكه د هغې د ګټې څخه هم مستفيد شي او د هغې د معاش، روايات او كلتوير ورثې بشپړ احترام وكړے شي۔ ۔











