انطاليه 12 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په زمكه د ژوند تحفظ او د موسمياتي بدلونونو اثرات مخنيوي لپاره په ګډه د نړيوالي ذمه وارۍ رامخي ته كولو سره ووئيل د موسمياتي آفتونو مخنيوي لپاره مؤثر او منصفانه اقدامات سره سره به نړيوال يووالي له عملي ګامونه اسغتل وي، د ستونزو سره مخ معيشتونو لپاره د سركاري و نجي څانګي شراكت دارۍ پشمول په ګرانټ اډانه …
د موسمياتي آفتونو مخنيوي لپاره به نړيوال يووالي لپاره عملي ګامونه اغستل وي،كمزورو معيشتونو لپاره په ګرانټ اډانه مالي معاونت او موسمياتي موافقت فنډز زياتولو ته اړتيا ده،بايد اوبه د وسلې په توګه ونه كارولې شي۔وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
انطاليه 12 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په زمكه د ژوند تحفظ او د موسمياتي بدلونونو اثرات مخنيوي لپاره په ګډه د نړيوالي ذمه وارۍ رامخي ته كولو سره ووئيل د موسمياتي آفتونو مخنيوي لپاره مؤثر او منصفانه اقدامات سره سره به نړيوال يووالي له عملي ګامونه اسغتل وي، د ستونزو سره مخ معيشتونو لپاره د سركاري و نجي څانګي شراكت دارۍ پشمول په ګرانټ اډانه مالي معاونت او موسمياتي لچك و موافقت فنډز زياتولو ته اړتيا ده،پاكستان د ماحول دوسته عملي اقدامات د لارې يو مثال جوړوي،بايد اوبه چري هم د وسلي په توګه ونه كارولې شي او د اوبو په لوظنامو د هغې د حقيقي روح له مخې عملدرآمد ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د تركيه انطاليه ښار كښې د ملګرو ملتونو موسمياتي بدلون كنفرنس (كوپ 31) مشرانو غونډه كښې قامي بيانيه وړاندې كولو سره وكړه۔وزيراعظم په كال 2025 كښې د پاكستان په بونير ضلع كښې د راغلي سېلاب ذكر كولو سره ووئيل يو ځوان او ټول كلے د هغه د واده څخه دوه ورځي وړاندې سېلاب كښې لاهو شوے ؤ او د واده په چمتوالي نيولو كښې بوخت كور په غم كښې بدل شو۔ده ووئيل څو ورځي پس ما د ځپلو كورنيو سره ملاقات وكړو د كومو كورونه ، روزګار او خپل خپلوان چې له مينځه تللي وؤ،دغه غم د هغوي د كورنيو ذاتي الميه وه خو د هغې په شا د شته خطرو علامات د ټولي نړۍ لپاره يو خبردارے ؤ۔ده ووئيل دا د پاكستان پشمول د پرمختګ كونكي نړۍ د كروړونو وګړو قيصه ده د كومو چې موسمياتي بدلونونو كښې برخه تر ټولو لږه ده خو د هغې سختي نتيجو سره مخ كيږي۔ وزيراعظم د كال 2022 سېلاب حواله وركولو سره ووئيل هغه وخت د پاكستان په درېو كښې يوه برخه د اوبو لاندي وه، 3 كروړه 30 لكهه كسان ځپلې شوي، 1,700 څخه زيات كسان مړه شوي دغسې معاشي زيانونه د 30 اربه ډالره څخه زيات شوي۔ده يادګېرنه وكړه چې څلور كاله وړاندې ملګرو ملتونو كښې ما خبردارے وركړے ؤ چې پاكستان كښې رامخې ته كيدونكي پېښې تر پاكستان محدود نه دي۔د بده مرغه دغه خبردارے اوس يو حقيقت جوړ شوے او د كوم چې په سباؤن كښې اندېښنه وه،هغه نن زمونږ د ژوندون برخه دے۔وزيراعظم د كال 2010 او 2022 د سېلابونو په مهال د پاكستان په ملګرتيا كولو د تركيې صدر رجب طيب اردوان،وړومبۍ ميرمن امينه اردوان او تركيه اولس خاص منني كولو سره ووئيل د دوي ملګرتيا او يووالې به عمر له د پاكستانيانو په زړونو كښې وي۔ده ووئيل انطاليه ته راتللو څخه وړاندې ما د چشمه فائيو نيوكليئر پاور پلانټ ’’ډوم پليسمنټ‘‘ دستوره كښې ګډون وكړو كومه چې فعاليدو نه پس به 1,200 ميګاواټ پاك او د كاربن اخراج څخه پاكه بجلي پيدا كړي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د توان مجموعي ذريعو كښې د پاك توان برخه اوس نزدې 55 فيصد ته رسيدلي۔ هېواد كښې برقي تګ راتګ ته وده وركړې كيږي دغسې تر كال 2035 د كاربن اخراج كښې تر 50 فيصد كمي راوستلو هدف مقرر كړے شوے۔وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې اوبه چري هم د وسلې په توګه ونه كارولې شي او كوم هم هېواد ته دا اجازه نه وي چې خپلو لاندي سيمو كښې د مېشته وګړو ژوند او روزګار خطر سره مخ كړي۔ده زور راوړو چې د اوبو د وېش په اړه په لوظ نامو د هغې د حقيقي روح له مخې عملدرآمد باوري كړي۔د خپل خطاب په آخر وزيراعظم ووئيل نړيوال لارښود په زمكه د ژوند د تحفظ شريكو ذمه وارو ترسره كولو له راجمع شوي۔ د ’’كوپ 31 ‘‘ د كاميابۍ پيمانه دلته شوي لوظونه نه بلكه هغه كورنۍ پكار دي كومو له چې مونږ تحفظ وركوو،هغه وسائل پكار دي كوم چې وركړے شوو او معنیٰ لرونكي اقدامات پكار دي كوم چې د سباؤن په بنيادونو دومداره وساتلے شي۔ده د تركيې صدر رجب طيب ايردوان او اولس په تود هركلي كولو او كوربتوب كولو او د كانفرنس په ښه انتظامات مننه وكړه دغسې د خبرو اترو صدارت په اړه ئې د آسټريليا مهم كردار هم وستائيلو۔











