اسلام آباد۔12نومبر (اے پی پی):صدرِ مملکت آصف علی زرداري کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي امن، استحکام او د سلامتیا لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو شهداء قربانۍ عمر له يادې ساتلې شي ۔ د ایوان صدر پریس ونګ نه د جاري بيان تر مخه صدرِ مملکت د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه …
صدرِ مملکت کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد۔12نومبر (اے پی پی):صدرِ مملکت آصف علی زرداري کوهاټ كښې د ترهه ګرو په بريد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره وئېلي دي امن، استحکام او د سلامتیا لپاره د ځانونو نذرانه وړاندې كوونكو شهداء قربانۍ عمر له يادې ساتلې شي ۔ د ایوان صدر پریس ونګ نه د جاري بيان تر مخه صدرِ مملکت د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه وكړه او بريد كښې شهیدو شوو پولیس اهلکارو ته يې پرزوئنې وړاندې كړې ۔ ده ووئېل د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د خیبر پښتونخوا د پولیس قربانۍ د ټول قام لپاره د وياړ باعثِ دي ۔ صدرِ مملکت د شهداء کورنيو سره د زړه له كومې غمرازي ٬ د خواخوږۍ او مکمل یوالي څرګندونه وكړه ۔ ده ووئېل د ترهه ګرو بزدلانه بريد زمونږ حوصلې نشي ماتولې، د هېواد څخه د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره قامي عزم غیر متزلزل دے۔ صدر آصف علی زرداري ووئېل پولیس او نورو د قانون نافذ کونكو ادارو اهلکارو د اولس د ځان و مال تحفظ لپاره د قدر وړ خدمات او قربانۍ وركړې ده ۔ صدرِ مملکت په پیښه كښې د وژبل پولیس اهلکارو زر روغتيا لپاره هم د نیکو هېلو څرګندونه وكړه۔











