د بلوچستان په كال 2026 ۔27 كښې د پاكستان د مخو دالو په مجموعي پېداوار كښې برخه 79 فيصد ته د رسېدو امكان دے

  اسلام آباد ۔ 11 نومبر (اے پي پي)  د بلوچستان تر كال 2026 27 په مهال د پاكستان په مجموعي  د مخو دالو پېداوار كښې نزدې  79 فيصد برخه متوقع ده ٬ دغسې په صوبه كښې  د مخو دالو د پېداوار اندازه 4100 ټن  او په قامي كچه  د مجموعي پېداوار  اندازه 5190 ټن لګولې شوې ده۔  ويلته پاكستان ته د تر لاسه شمېرو تر مخې د مخو دال …

 

اسلام آباد ۔ 11 نومبر (اے پي پي)  د بلوچستان تر كال 2026 27 په مهال د پاكستان په مجموعي  د مخو دالو پېداوار كښې نزدې  79 فيصد برخه متوقع ده ٬ دغسې په صوبه كښې  د مخو دالو د پېداوار اندازه 4100 ټن  او په قامي كچه  د مجموعي پېداوار  اندازه 5190 ټن لګولې شوې ده۔  ويلته پاكستان ته د تر لاسه شمېرو تر مخې د مخو دال د حريف يو مهم فصل دے د كومو چې په كال 2026 27  كښې په ګرد هېواد كښې په 6400 هيكټرز زمكه كر  متوقع دے٬   په دې كښې  يوازې د بلوچستان برخه 4800 هيكټر  زمكې اندازه لګولې شوې ده۔كومه چې د هېواد د مجموعي  كروندې زمكې 75 فيصد جوړېږي ۔دغسې په كال 2026 27 كښې بلوجستنان كښې د ماش دالو اوسط د هيكټر په سر نسبتا زيات پېداوار يعني 854 كلو ګرام  توقع ده۔   سنده يوه بله صوبه ده چرته چې د سركاري اندازې تر مخه  د مخو دالو د كر او پېداوار دواړو زياتېدو هيله ده۔

مزید خبریں