اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر سيد نهال هاشمي د شورو په ورځ وليدل۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې سندھ كښې د پرمختيائي اقداماتو په تندولو٬ صنعتي پرمختګ، د بنيادي ډھانچې منصوبو او د کراچۍ د تجارتي مرکزونو د لارې تجارت او سرمايه کارۍ ته د ودې …
نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر وليدل٬ صوبائي حكومت سره د مرستې د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سندھ ګورنر سيد نهال هاشمي د شورو په ورځ وليدل۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې په ملاقات كښې سندھ كښې د پرمختيائي اقداماتو په تندولو٬ صنعتي پرمختګ، د بنيادي ډھانچې منصوبو او د کراچۍ د تجارتي مرکزونو د لارې تجارت او سرمايه کارۍ ته د ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقي حکومت به د سندھ اولس خېرښګړې باوري كولو لپاره صوبائي حكومت سره بشپړه مرسته روانه ساتي۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې سندھ د هېواد بنيادي اقتصادي دروازه او د سمندري تجارت مهم مرکز دے۔ ده د دې باور څرګندونه وكړه چې د سندھ قيادت به صوبې ته د رامخې ته ممو مسئلو حل لپاره موثر اقدامات روان ساتي۔ په دې موقع ګورنر نهال هاشمي د وفاق او صوبې ترمېنځه د شريكې مرستې او همغږۍ په اهميت زور راوړو۔ ده د اولسي خدمات ښه كولو او معاشي موقعې راپېدا كولو لپاره د وفاق لخوا په خاص څانګو كښې د معاونت په ضرورت هم رڼا واچوله۔











