اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په کوهاټ كښې د پوليس په ګاډي د ډزو پېښې غندنې كولو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ انجينئر امير مقام شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرو دا بزدلانه كارروائي د غندنې وړ ده٬ …
وفاقي وزير امير مقام په کوهاټ كښې د پوليس په ګاډي د ډزو پېښې غندنه٬ د پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام په کوهاټ كښې د پوليس په ګاډي د ډزو پېښې غندنې كولو سره د پوليس اهلكارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔ انجينئر امير مقام شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره غمژنو كورنيو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د ترهګرو دا بزدلانه كارروائي د غندنې وړ ده٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پوليس او قانون نافذ كوونكو ادارو قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ سبب دي۔ ده ووئيل د غم په دې ګهړۍ كښې د غمژنيو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو۔ ده د شهيدانو لوړو درجو او د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔











