اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د زده كوٶنكو د يونينز بحالۍ ٬ مضبوطيا او د بااختياره بلدياتي نظام په جوړولو زور راوړلو سره وئيلي دي د ګراس روټ لېول قيادت د نرسريو فعاله كول د سباون د قيادت رامخې ته كولو او د جمهوريت استحكام لپاره ضروري دے، په ضلعي او تحصيل كچه مضبوط او اختيار مندې بلدياتي ادارې د …
د ګراس روټ لېول قيادت د نرسريو فعال كول د سباون قيادت رامخې ته كولو او د جمهوريت استحكام لپاره ضرورے دے۔ سيد يوسف رضا ګېلاني

مزید خبریں
اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني د زده كوٶنكو د يونينز بحالۍ ٬ مضبوطيا او د بااختياره بلدياتي نظام په جوړولو زور راوړلو سره وئيلي دي د ګراس روټ لېول قيادت د نرسريو فعاله كول د سباون د قيادت رامخې ته كولو او د جمهوريت استحكام لپاره ضروري دے، په ضلعي او تحصيل كچه مضبوط او اختيار مندې بلدياتي ادارې د ښې واكمنۍ، سپېځلتيا، احتساب او د اولسي وسائلو موثره استعمال باوري كولې شي، ده د خپل سياسي سفر حواله وركولو سره ووئيل چې ما د سياسي ژوند پېل په ځائي كچه كړے ٶ او د مسلسل اولسي خدمت په نتيجه كښې د پاكستان وزيراعظم د منصب پشمول په بېلو آئيني چوكو مې خدمات ترسره كړل ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې د ملګرو ملتونو ادارې يونيسف تر سېوري لاندې د “اولسي خرڅونو په انتظام كښې پارلماني نګراني مضبوطولو” په سرخط وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د اولسي وسائل سپېځلے، مؤثر او ذمه واره استعمال د پارلمان آئيني ذمه داري او اولسي باور لپاره بنيادي اهميت لري٬ د پارلمان كردار يوازې تر بجټ منظورۍ محدود نه دې پكار بلكې دا هم باوري كول پكار دي چې قامي وسائل په ښه ډول استعمال شي او د دې خواږه نېغ په نېغه تر اولس ورسي۔ ده ووئيل د ګراس روټ لېول قيادت د نرسريو فعالول د سباون قيادت رامخې ته كولو او د جمهوريت استحكام لپاره ضرورے دي۔











