بنچ او بار د انصاف نظام دوه  لازمي ستنې دي ٬  د دواړو تر مينځه احترام  او همغږي ضروري ده ٬ چيف جسټس يحيې افريدي

  اسلام آباد۔ 11 نومبر (اے پي پي)  چيف جسټس  آف پاكستان جستس  يحيې افريدي وئېلي دي  بنچ او بار د انصاف نظام دوه لازمي ستنې دي ٬  د دواړو تر مينځه شريك احترام ٬ هم غږي او رغندنه  روابط ضروري دي٬  عدالتي چارو كښې سپېځلتيا ٬ يو والے او احتساب  باوري كولو لپاره جامع معياري طريقه كار نافذ كړے شوے  او كوم هم وګړے  د مالي ستونزو  له امله …

 

اسلام آباد۔ 11 نومبر (اے پي پي)  چيف جسټس  آف پاكستان جستس  يحيې افريدي وئېلي دي  بنچ او بار د انصاف نظام دوه لازمي ستنې دي ٬  د دواړو تر مينځه شريك احترام ٬ هم غږي او رغندنه  روابط ضروري دي٬  عدالتي چارو كښې سپېځلتيا ٬ يو والے او احتساب  باوري كولو لپاره جامع معياري طريقه كار نافذ كړے شوے  او كوم هم وګړے  د مالي ستونزو  له امله د قانوني نمائندګۍ نه محروم پاتي كېدل نه دي پكار ۔  په سپرېم كورټ آف پاكستان كښې د جسټس جمال مندوخېل د رېټائرمنټ په موقع تابيا شوي فل كورټ رېفرنس ته خطاب كښې چيف جدسټس  د هغه غوره  عدالتي خدمات ته پېرزئنې وړاندې كولو سره ووئېل  د دوي عدالتي  خدمات د انصاف وركړې  لپاره  د غېر متزلزل تړون عكاسي كوي۔ ده د بلوچستان  بار نه تر سپرېم كورټ د جسټس جمال مندوخېل د پېشه وره سفر ستائنې كولو سره ووئېل  ده په قانوني ٬ عدالتي  انتظام او اداره جاتي  پرمختګ كښې څرګند كردار تر سره كړے ۔ چيف جسټس ووئېل  د بلوجستان هائي كورټ د چيف جسټس په حېث جسټس جمال مندوخېل ضلعيې عدليه او د عدالتي انفراسټركچر په قوي كولو كںښې  مهم كردار تر سره كړے دے ۔   په سپريم كورټ كښې د دوي  په زړه پورې مشاورت او مرستې  هم غږۍ ته وده وركړې ده ۔  ده د جسټس جمال مندوخېل د خدمات مننې كولو سره د هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔  چيف جسټس آف پاكستان  د وړيا قانوني معاونت وركولو لپاره د عزم پخلي كولو سره ووئېل په مختلف كچه داسې ګامونه اغستلې كېږي  چې د مالي ستونزو له امله څوك د قانوني معاونت نه محروم پاتي نشي۔فل كورټ ته خطاب كښې جسټس جمال مندوخېل ووئېل  د عدليه آزادي د ججانو استحقاق نه دے بلكې د اولس د آئيني حقونو ضمانت دے  ٬  ججانانو له د يرې٬ فشار   نه غېر د آئين او قانون تر مخه  پرېكړې كول پكار دي ۔  د عدليه د آزادۍ او بنيادي حقزنو  تحفظ  د پارلمان ٬  انتظاميه ٬ عدليه  او د قانوني برادرۍ شريكه ذمه وري ده۔

 

مزید خبریں