انطالیه 11 نومبر (اے پی پی) پاکستان او ایران د مشترکه چیلنجز مخنيوي او د رامخې ته كېدونكو موقعو څخه ګټې پورته كولو لپاره په رسمي مشاورت او د نزدې رابطه کارۍ په اهميت اتفاق كولو سره سيمه ايز امن٬ سلامتيا او د خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړے دے او د شريكې مرستې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې د لا قوي …
وزیراعظم شهباز شریف د ایران صدر مسعود پزشکیان سره وليدل، مشاورت او د نزدې رابطه كارۍ په اهميت اتفاق كولو سره سيمه ايز امن٬ سلامتيا او د خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه د كار كولو عزم

مزید خبریں
انطالیه 11 نومبر (اے پی پی) پاکستان او ایران د مشترکه چیلنجز مخنيوي او د رامخې ته كېدونكو موقعو څخه ګټې پورته كولو لپاره په رسمي مشاورت او د نزدې رابطه کارۍ په اهميت اتفاق كولو سره سيمه ايز امن٬ سلامتيا او د خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړے دے او د شريكې مرستې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې د لا قوي كولو په ضرورت ئې زور راوړے۔ دا خبرې وزیراعظم محمد شهباز شریف او د اسلامی جمهوریه ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان ترمېنځه د شورو په ورځ د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون لپاره د فریم ورك کنونشن له مخئ 31م كنفرنس كښې د مشرانو غونډې په موقع په ملاقات كښې كړې ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقوي وزير عطاء الله تارړ، سینیټر شیری رحمان او د دواړو هېوادونو لوړ پوري هم موجود وٶ۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په زړه پوري او دوستانه ماحول كښې د ملاقات په مهال دواړو مشرانو د پاكستان او ايران ترمېنځه مرستې او د اوږدې مودې اړيكو پخلې وكړو او د شريكې مرستې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو د مضبوطولو په ضرورت ئې زور راوړو۔ دواړو مشرانو د منطقې په بدلېدونكې وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ دواړٶ ډلو د مشترکه چیلنجز مخنيوي او د رامخې ته كېدونكو موقعو څخه ګټې پورته كولو لپاره په رسمي مشاورت او د نزدې رابطه کارۍ په اهميت اتفاق كولو سره سيمه ايز امن٬ سلامتيا او د خوشحالۍ ودې لپاره په ګډه د كار كولو عزم څرګند كړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف په منطقه كښې د اوږدې مودې په رروانې شخړې د اندېښنې څرګندونې كولو سره د اوږدې مودې امن او استحکام ترلاسه كولو لپاره خبرې اترې، تحمل، په تاٶ تريخوالي كښې كمے او د مسلسل سفارتي روابطو روانه ساتلو په ضرورت زور راوړو۔ وزیراعظم په جون 2026 كښې د اسلام آباد مفاهمتی یاددښت له مخې د شوو مفاهمتونو مخ په وړاندې د بوتللو اهميت زور راوړو او سيمه ايز امن او استحكام لپاره د پاکستان لخوا مخلصانه او د ګټور كردار روانه ساتلو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ صدر ډاکټر مسعود پزشکیان ایران لپاره د پاکستان پرله پسې سفارتي مرسته او په منطقه كښې امن او سلامتيا لپاره د پاکستان د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ د ایران صدر په پېړيو محيط د مشترکه تاریخ، كلتور او په مذهب اډانه د پاکستان او ایران اړيكو په تل پاتې مضبوطيا رڼا اچولو سره په بېلو څانګو كښې مرستې ته پراختيا وركولو لپاره د تهران د مكمل خوښې پخلے وكړو۔











