د اقليتونو حقونو لپاره قامي كمېسون به په راتلونكو څو اوونيو كښې فعاله شي۔ اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي اقليتونو لپاره د قامي كمېشن اېكټ 2025 د اقليتونو د حقونو تحفظ او د دوي د مسئلو موثره حل لپاره مهم قانوني پېشرفت دے، هيله لرو چې قامي كمېشن به په راتلونكو يو څو اوونيو كښې فعاله شي۔ د شورو په ورځ د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او امن …

 

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د قانون، انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي اقليتونو لپاره د قامي كمېشن اېكټ 2025 د اقليتونو د حقونو تحفظ او د دوي د مسئلو موثره حل لپاره مهم قانوني پېشرفت دے، هيله لرو چې قامي كمېشن به په راتلونكو يو څو اوونيو كښې فعاله شي۔ د شورو په ورځ د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ او امن كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل د دې اېكټ په جوړولو كښې ټولو مذهبي اقليتي وروروليو سره مشاورت شوے او د دوه كلنه مشاورت نه وروستو متفقه مسوده جوړه كړې شوې٬ د قامي کمېشن چيئرمېن او غړو د غوره كولو او د تقررۍ عمل د وزيراعظم او د قائد حزب اختلاف د لارې روان دے۔ ده ووئيل  حکومت د ټولو وګړو د حقونو تحفظ او د مذهبي همغږۍ ودې له عزم لري، مذهبي آزادي، يو برابر حقونه او د انساني وقار تحفظ  د يو سوله ايز او متحد ټولنې بنياد دے۔ ده ووئيل  د پاکستان آئين آرټيکل 20، 25 او 36 كښې د مذهبي آزادۍ، مساوات او د اقليتونو د حقونو تحفظ ضمانت وركړے شوے، مذهبي اقليتونو په تعليم، صحت، اولسي خدمت، عدليه او د پاك پوځ پشمول د قامي پرمختګ په بېلو څانګو كښې كردار لوبولے دے۔ اعظم نذير تارړ ووئيل  د مذهبي همغږۍ ودې لپاره اجتماعي ذمه واري، تعليم، ذمه وار مذهبي قيادت او بامعني مکالمه ضروري ده، بار ايسوسي ايشنز له هم د قانوني خبرتيا ودې او د كمزورو طبقو په معاونت كښې خپل كردار لوبول پكار دي۔ په کنفرنس كښې د قانون او انصاف وزير مملکت بيرسټر عقيل ملك هم ګډون كولو۔

مزید خبریں