د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه، د پاكستان ريلوے ښه والي او په جديد ډول روانولو پشمول د ادارې تنظيم نو په اړه د وړاندېزونو جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 11 نومبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاكستان ريلوے ښه والي او هغه په جديد ډول روانولو پشمول د ادارې تنظيم نو په اړه د وړاندېزونو جاج اخستلو لپاره د شورو په ورځ د يوې غونډي مشري وكړه۔د سماجي رابطه په پليټ فارم ايكس خپل بيان له مخې په غونډه كښې د ريلوے بنيادي ډھانچه په جديد ډول روانولو …

 

اسلام آباد 11 نومبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاكستان ريلوے ښه والي او هغه په جديد ډول روانولو پشمول د ادارې تنظيم نو په اړه د وړاندېزونو جاج اخستلو لپاره د شورو په ورځ د يوې غونډي مشري وكړه۔د سماجي رابطه په پليټ فارم ايكس خپل بيان له مخې په غونډه كښې د ريلوے بنيادي ډھانچه په جديد ډول روانولو او مالي استحكام باوري كولو له  د مالي اعانت په بيلو تګلارو او آپريشنل ماډلز جاج واخست۔ګډون كوونكو د تنظيم نو په بيلو امكانات غور وكړو چې پكښې پبلك پرائيويټ پارټنرشپ، ځائې بينكونو څخه مالي معاونت او نړيواله فنډنګ تګلاره شامله ده۔ نائب وزيراعظم په دې خبره زور راوړو چې جديد، موثر او په مالي توګه تل پاتي ريلوے نيټ ورك د قامي اقتصادي انضمام او سيمه ايزو رابطو ودې لپاره لوي اهميت لري۔ده اړوندو وزارتونو او مالياتي ادارو ته سپارښتنه وكړه چې د مالي معاونت ټولو ممكنه ذريعو جاج واخلي،په خاص توګه مين لائن ون (ايم ايل ون) منصوبې روهړي نه تر ملتان سيكشن عمل درآمد باوري كولو له د كمرشل بينكونو څخه مالي اعانت ترلاسه كولو لپاره مناسب تګلاره وضع كړې شي۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه،د سټيټ بينك آف پاكستان ګورنر ، د ريلوے سيكرټريز او اقتصادي چارو ډويژن، د خزاني سپيشل سيكرټري پشمول د اړوندو وزارتونو او محكمو نمائندګانو ګډون وكړو۔

مزید خبریں