د وزيراعظم  شهباز شريف  په كوپ 31 كښې د ګدون په موقع د نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه، دوه اړخيزه اړيكو،د سيمي په وضعه او  د موسمياتي بدلون په اثرات د خيالاتو څرګندونه

  انطاليه 11 نومبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې په انطاليه ښار كښې په كوپ  31  كښې د پاكستان نمائندګۍ لپاره د ګډون په مهال د نړيوالو لارښودو سره غير رسمي ملاقاتونه وكړل۔د وزيراعظم  آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  د سعودي عرب د توان وزير شهزاده عبد العزيز بن سلمان آل سعود، د بنګله ديش وزيراعظم طارق رحمن او  د …

 

انطاليه 11 نومبر  (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د تركيې په انطاليه ښار كښې په كوپ  31  كښې د پاكستان نمائندګۍ لپاره د ګډون په مهال د نړيوالو لارښودو سره غير رسمي ملاقاتونه وكړل۔د وزيراعظم  آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم  د سعودي عرب د توان وزير شهزاده عبد العزيز بن سلمان آل سعود، د بنګله ديش وزيراعظم طارق رحمن او  د اسلامي مرستي تنظيم سيكرټري جنرل اسماعيل اولد شيخ احمد سره ملاقاتونه وكړل۔وزيراعظم شهباز شريف د فلسطين وزيراعظم محمد مصطفيٰ سره هم ملاقات وكړو۔په دې موقع وزيراعظم شهباز شريف د فلسطين اولس سره د حكومت او پاكستان اولس د اړخه د بشپړه يووالي څرګندونه وكړه۔د فلسطين وزيراعظم په فلسطينيانو  د روانو ظلمونو په ضد په نړيواله كچه په موثر ډول په غږ پورته كولو او د فلسطينيانو د موقف په تائيد كولو د حكومت او پاكستان اولس مننه وكړه۔وزيراعظم  شهباز شريف د تركيې د وړومبۍ ميرمن امينه ايردوان، د سوريه صدر احمد الشرع، د سعودي عرب د خارجه چارو  وزير مملكت عادل بن احمد الجبير او ورلډ بينك صدر اجے بنګا سره هم ملاقاتونه وكړل۔په ښه چاپيرچل كښې شوو ملاقاتونو كښې وزيراعظم او د نړيوالو لارښودو ترمينځه د دوه اړخيزه اړيكو په لا قوي كولو او د سيمي په صورتحال خبرې وشوې۔د ملاقاتونو په مهال د موسمياتي بدلون د ناژره اثرات له امله تر ټولو زياتو ځپلو شوو هېوادونو ستونزې په نړيواله كچه رامخې ته كولو په اهميت هم خبرې شوي

مزید خبریں