لاپاز۔ 11 نومبر (اے پي پي) د بوليوپا مډ فيلډر رامير وواكا وئېلي دي زمونږ ډله سږ كال فيفا ورلډ كپ لپاره په كواليفائي كولو كښې د ناكامۍ نه پس د سخت نفسياتي اثرات څخه تېرېږي ۔ د شنهوا تر مخې د بوليويا ډلې په 32 كاله كښې په وړومبي وارې ورلډ كپ ته رسنه تر لاسه كولو په هڅه كښې په پلے آف مقابله كښې د عراق د …
د بوليويا ډله د ورلډ كپ ترخو يادونو هېرولو نه پس د يو نوي عزم سره مېدان ته وتلو لپاره چمتو ده

مزید خبریں
لاپاز۔ 11 نومبر (اے پي پي) د بوليوپا مډ فيلډر رامير وواكا وئېلي دي زمونږ ډله سږ كال فيفا ورلډ كپ لپاره په كواليفائي كولو كښې د ناكامۍ نه پس د سخت نفسياتي اثرات څخه تېرېږي ۔ د شنهوا تر مخې د بوليويا ډلې په 32 كاله كښې په وړومبي وارې ورلډ كپ ته رسنه تر لاسه كولو په هڅه كښې په پلے آف مقابله كښې د عراق د لاسه د 1۔2 په حساب د ماتې خوړولو نه پس بهر شوې وه۔ د دغې ناكامۍ نه پس د سوئېلې امرېكې ډله د سكاټ لېنډ٬ الجزائر ٬ پېرګوئے او ارجنټائن خلاف په محموعي توګه د 0۔14 په سكور د ماتې خوړولو سره مخ شوې ده۔ راروانه اونۍ د پېرو او ايكواډور خلاف د بوليويا دوستانه مېچونو نه وړاندې خبريالانو ته واكا ووئېل مونږ په تېر ورلډ كپ كښې د خپل هېواد د نمائنډګۍ كولو كلكه هيله لرله ٬ خو دغه هدف نه سر كول زمونږ لپاره لويه پیںشه وه او د دغې نه وتل زمونږ لپاره ډېره مشكله ثابت شوې ده۔ د متحده عرب امارات كلب خورفكان نمائندګي كونكې 27 كلنه راكير وواكا پخپلو ملګرو زور راوړے دے جې هغوي دا مايوسي پرېږدي او د سوئبېلې امرېكې د ورلډ كپ كواليفائرز د راروان پراؤ چمتوالے اونيسي۔ هغه ووئېل اوس د خفګان په ځائے د نوي سره د شروعات كولو وخت دے او ډله د راروان ورلډ كپ لپاره كواليفائي لپاره ولوله لري۔











