امريكا به دسمبر كښې پولېنډ كښې  د عسكري اډې جوړولو پرېكړه كوي٬ د پولېنډ دفاع وزير

  واشنګټن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د پولېنډ دفاع وزير ولاديسواف كوشينياك كاميش وئېلي دي  امريكا به د دسمبر په وړومبو كښې په پولېنډ كښې د عسكري اډې جورولو ختمي پرېكړه كوي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه  دا خبره هغه تېره ورځ  د امرېكې دورې په مهال  د امرېكې د جنګ وزير پېټ هيګسېته سره ملاقات  نه پس پرېس كانفرنس ته وكړه۔ هغه ووئېل په دې …

 

واشنګټن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د پولېنډ دفاع وزير ولاديسواف كوشينياك كاميش وئېلي دي  امريكا به د دسمبر په وړومبو كښې په پولېنډ كښې د عسكري اډې جورولو ختمي پرېكړه كوي۔ د روسيه خبر رسنې ادارې تاس تر مخه  دا خبره هغه تېره ورځ  د امرېكې دورې په مهال  د امرېكې د جنګ وزير پېټ هيګسېته سره ملاقات  نه پس پرېس كانفرنس ته وكړه۔ هغه ووئېل په دې اړه ختمي پرېكړه به د دسمبر په وړومبو كښې  په سپينه ماڼۍ كښې كولې شي۔ د دفاع وزير ووئېل  په دې اړه خبرې اترې په ډېر ښه ډول مخ په وړاندې روانې دي او پېنټاګان هم دې منصوبې لپاره ګرېن سګنل وركړے دے چې جون كښې د پولېنډ دفاع وزير  په هېواد كښې  د امرېكائي عسكرو لپاره مستقل عسكري اډه د جوړولو رسمي وړاندېز پېټ هيګسته ته وركړے ؤ۔ د ستمېر په وړومبو كښې يو امرېكائي پلاوي د تجوېز كړې عسكري اډې لپاره د ځاے خوښولو جاج  اغستلو له د پولېنډ دوره هم كړې وه۔  بيا په 17 ستمبر د امرېكې اولس مشر ډونلډ ټرمپ وئېلي وو په دې اړه خبرې مخ په وړاندې تللې دي۔

 

مزید خبریں