پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پولیس د مهمې كارروائۍ په مهال پېښور سره نزدې افغان وګړے او ترهګر حکمت اللہ عرف حمزہ د ګرفتارولو ادعا كړې ده٬ په دې لړ كښې د پوليس چارواكو وېنا ده ترهګر په افغان ملي اردو كښې خدمات هم ترسره كړي دي او د ترهګرۍ ئې رسمي تربيه ترلاسه كړې وه۔ د نومولو شوو ضلعو لپاره اے آئي جي عباس …
پېښور سره نزدې افغان ترهګر ګرفتار٬ افغان ملي اردو څخه د تربيې ترلاسه كولو انكشاف

مزید خبریں
پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا پولیس د مهمې كارروائۍ په مهال پېښور سره نزدې افغان وګړے او ترهګر حکمت اللہ عرف حمزہ د ګرفتارولو ادعا كړې ده٬ په دې لړ كښې د پوليس چارواكو وېنا ده ترهګر په افغان ملي اردو كښې خدمات هم ترسره كړي دي او د ترهګرۍ ئې رسمي تربيه ترلاسه كړې وه۔ د نومولو شوو ضلعو لپاره اے آئي جي عباس احسن او د ضلعو وياند محمود جان بابر د پرېس کنفرنس په مهال ووئيل د ترهګر تعلق د پكتيكا ولايت سره دے او هغه په 7 نومبر ګرفتار كړے شوے٬ ترهګر د تيراه د لارې پاكستان ته داخل شوے ٶ۔ د پوليس وېنا ده چې د تفتيش په مهال مهم معلومات رامخې ته شوي دي چې په مرسته ئې افغانستان سره تړلے يو ترهګر نېټ ورك بې نقابه شوے دے۔ د پرېس كنفرنس په مهال ووئيل شول تورن د ګل بهادر ګروپ سره هم تړاؤ لرلو او په پاكستان كښې ئې سهولت كار هم موجود وو٬ په دې موقع د پوليس لخوا د نيولي شوي تورن مبینه اعترافي ویډیو بيان هم جاري كړې شوې٬ چا چې په افغان ملي اردو كښې د پاتې كېدو٬ د دې نه وروستو په مدرسه كښې ترهګرو ته د تربيې وركولو او د ځانمرګي بريد كوٶنكو جوړولو اعتراف كړے٬ په ویډیو بیان كښې تورن پاكستان ته د داخلېدو، په بېلو لارو راتېرېدو سره پېښور ته د نزدې كېدو او په يوه پوسته د ډزو د تبادلې ذكر هم كړے۔ ترهګر خپل بيان كښې دا هم ووئيل مونږ چې كوم جهاد ګڼو په حقيقت كښې دا نا سمه لاره ده٬ هغه دا اندېښنه څرګنده كړه جې كه طالبانو ته معلومه شوه نو ھغوي به ما ووژني۔ په دې موقع محمود جان بابر ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې اوس صوبه٬ وفاق او ټولې اړوند دارې په يو پېج دي۔ ده ووئيل پاكستان ته د ترهګرۍ په غرض داخلېدونكے يو كس هم بچ كېدے نشي٬ پوليس چارواكو له مخئ د ترهګرۍ په ضد كارروائۍ روانې دي او نيولي شوي ترهګر څخه د نورو پلټنو د لارې نېټ ورك او د هوې سهولت كارو په اړه معلومات ترلاسه كېږي۔ په دې موقع عباس احسن ووئيل د پاکستان په ضد افغانستان په جار د ترهګرو بهرتۍ كوي او نيولي شوي ترهګر څخه په دې اړه مهم شواهد ترلاسه شوي دي۔











