روس لپاره د جاسوسۍ په شك  كښې د امرېكائي پوځ يو اهلكار په برطانيه كښې ګرفتار

  لندن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د برطانيې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوليس وئېلي دي  د امرېكائي پوځ يو اهلكار د روس لپاره د څارنګرۍ كولو په شك نيولے شوے دے ۔ د بي بي سي تر مخه  41 كلنه پوځي اهلكار د نهې په ورځ د ګلوسټر سره نزدې ونيولے شو٬ د هغه نامه نه ده ښودلې شوې  او هغه دا وخت د لندن په يو  پوليس …

 

لندن۔ 11 نومبر (اے پي پي) د برطانيې د ترهه ګرۍ مخ نيوي پوليس وئېلي دي  د امرېكائي پوځ يو اهلكار د روس لپاره د څارنګرۍ كولو په شك نيولے شوے دے ۔ د بي بي سي تر مخه  41 كلنه پوځي اهلكار د نهې په ورځ د ګلوسټر سره نزدې ونيولے شو٬ د هغه نامه نه ده ښودلې شوې  او هغه دا وخت د لندن په يو  پوليس سټېشن كښې د حراست لاندې دے۔  د لندن كاونټر ټېررازم پوليس ووئېل  دا پوځي د نېشنل سېكيورټي ايكټ 2023  د دفعه 1 او دفعه 3  تر مخه نيولے شوے دے۔  د اېكټ دفعه 1  د  خوندي معلوماتو  تر لاسه كولو يا څرګندولو په اړه دے۔  دغسې دفعه 3 د كوم غېر ملكي استخباراتي  سروس د معاونت كولو په دے۔د بي بي سي خيال دے  دا عسكر د ګلوسټر شائر په سيمه  انس ورته كښې په امجن بېركس كښې تعينات ؤ۔   دا بېركس د ناټو  الائېډ رېپډري ايكشن كور (اے آر آر سي)  د هېډ كوارټر  په توګه كار كوي۔  د ايف بي بي آئې ډائرېكټر كاش پتېل يو بيان كښې ووئېل  دا مهمه ګرفتاري  د څارنګرۍ تورونو سره ټراو لري ٬ كومه چې د امرېكې او اتحاديانو لپاره د ډېرې اندیښنې  باعث ده۔

 

مزید خبریں