يو ارب ډالره فنډ، د مصنوعي ځېركتيا  لس زره پي اېچ ډيز، 10 لكه ځوانانو ته تربيه وركول او 7 TBPS کيپيسټي هدف، پاکستان په سائبر جنګ كښې خپل صلاحيت ثابت كړے ۔ وفاقي وزيره شزا فاطمه

  اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دې  مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) او د تکنيکي بدلون دې چپه كښې د پاکستان سماجي و معاشي بقا، كلتوري شناخت او د قامي سلامتيا تحفظ  د خپلواكه ټيکنالوجۍ نه غېر ممكن نه دے۔ حکومت په راتلونكو پنځو كالو كښې د اے آئي لس زره پي ايچ ډيز رامخې ته كولو، …

 

اسلام آباد 11 نومبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دې  مصنوعي ځېركتيا (اے آئي) او د تکنيکي بدلون دې چپه كښې د پاکستان سماجي و معاشي بقا، كلتوري شناخت او د قامي سلامتيا تحفظ  د خپلواكه ټيکنالوجۍ نه غېر ممكن نه دے۔ حکومت په راتلونكو پنځو كالو كښې د اے آئي لس زره پي ايچ ډيز رامخې ته كولو، 10 لكه ځوانانو ته د جديد ټيکنالوجۍ تربيه وركولو او يو ارب ډالره فنډ څخه ده هېواد وړومبۍ خپلواكه اے آئي انفراسټرکچر (7-Layered AI Stack) جوړولو هدف مقرر كړے دے۔ د شورو په ورځ  په اسلام آباد كښې د اپري تر سېوري لاندې “مارګله ډائيلاګ ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه ووئيل “ډيجيټل نيشن پاکستان ايکټ” او “پاکستان ډيجيټل اتھارټي” جوړولو بنيادي مقصد د ګرد هېواد معاشي څانګې پېپر ليس كولو، د 20 لكه نه زياتو وګړو ته محفوظ ډيجيټل شناخت وركول او مالياتي نظام “راست” سره انټيګريټ کول دي۔ دې واضحه كړه چې پاکستان به په نړيوال فورمز ګلوبل ساؤتھ لپاره د اوپن سورس اے آئي او د يو ډول تکنيکي حقونو جنګ كوي دغسې چې ډيجيټل تقسيم او د مساوات نه لرلو لاره ونيولې شي۔ شزا فاطمه خواجه ووئيل په نړۍ كښې دا تاثر سم نه دے چې اے آئي به د انسانانو ملازمتونه ختم كړي، بلكې دا حقيقت دے چې كوم كس د اے آئي په كارولو پوهېږي ھغه به د عام وګړي نه سل چنده د زيات موثره او پېداواري صلاحيت وړ وي۔ د سائبر دفاع په اړه خبرو كښې وفاقي وزيرې ووئيل  د معرکه حق په مهال پاکستان نه يوازې په روايتي دفاعي ميدان كښې كاميابۍ ترلاسه كړې ده بلكې پسِ پرده په روان شديد سائبر جنګ كښې ئې هم د دښمن ټول سائبر بريدونه ناكامولو سره خپل اعليٰ دفاعي او سائبر صلاحيتونه ثابت كړې دي ٬ د وزيراعظم محمد شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې د هېواد دفاعي او ډيجيټل فريم ورك ناقابلِ تسخير دے، چې په سبب ئې پاکستان د نړيوال سائبر سکيورټي انډيکس ټاپ-40 (ټاپ ټير) هېوادونو كښې شامل شوے دے۔ دې په پائي كښې د نړيوالو استاذو د هركلي تذكره وكړه چې پاکستان د ملګرو ملتونو اے آئي ډيجيټل کامپيکټ، يونيسکو او د ډيجيټل کوآپريشن آرګنائزيشن (ډي سي او) د صدارت فورمونو څخه ګرده نړۍ كښې د ټيکنالوجۍ منصفانه او اوپن سورس وركولو مقدمه مخ په وړاندې بيائي۔

مزید خبریں