جنيوا 11 نومبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د سوئټزرلينډ جنيوا ښار كښې د ورلډ ايسوسي ايشن آف انويسټمنټ پروموشن ايجنسيز تر سيوري لاندي 30م ورلډ انويسټمنټ كانفرنس (WIC 2026) اعلیٰ پائې وزارتي غونډه د كومي سرخط چې ” نړيواله سرمايه كاري او راروانه لسيزه “ ؤ كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بيلو هېوادونو وزيرانو٬ د سرمايه كارۍ ودې او د …
نړيوال سرمايه كار دې پاكستان كښې د موقعو نه استفاده وكړي ۔ د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ ورلډ انويسټمنټ كانفرنس 2026 ته وينا

مزید خبریں
جنيوا 11 نومبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د سوئټزرلينډ جنيوا ښار كښې د ورلډ ايسوسي ايشن آف انويسټمنټ پروموشن ايجنسيز تر سيوري لاندي 30م ورلډ انويسټمنټ كانفرنس (WIC 2026) اعلیٰ پائې وزارتي غونډه د كومي سرخط چې ” نړيواله سرمايه كاري او راروانه لسيزه “ ؤ كښې ګډون وكړو۔په غونډه كښې د بيلو هېوادونو وزيرانو٬ د سرمايه كارۍ ودې او د ادارو مشرانو او نړيوالو استازو ګډون وكړو چرته چې د نړيوالي سرمايه كارۍ سباؤن په اړه د رجحانات، چيلنجونو او په موقعو د خيالاتو څركندونه وشوه۔غونډي ته وينا كښې وفاقي وزير د پاكستان سرمايه كارۍ استعداد، روانو معاشي اصلاحات او مسابقتي او سرمايه كار دوست كاروباري ماحول عزم رامخې ته كړو۔ده ووئيل سرمايه كاري د معاشي پرمختګ ، صنعتي ودې ، د روزګار موقعو راپيدا كولو او د شريكې سوكالۍ ترلاسه كولو يوه مهمه ذريعه ده۔ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې پاكستان خپل معاشي استعداد په عملي سرمايه كارۍ موقعو بدلولو له لوظي دے۔وفاقي وزير د پاكستان سټريټجكي جغرافيائي محل وقوع رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان سوئيلي اسياﺀ،مينځنۍ اسياﺀ او چين سره نزدې سرمايه كارو له مهمز نړيوالو منډيانو ته او نړيوالو تجارتي لارو تر رسنه وركوي۔ ده د كراچۍ، پورټ قاسم او ګوادر پشمول د هېواد د بحري بندر ځايونو بنيادي ډھانچې د سيمه ايزو رابطو،نړيوال تجارت، لاجسټكس او سرمايه كارۍ ودې لپاره مهمې اثاثې وګرځولې۔ د سرمايه كارۍ ترجيحي څانګو ذكر كولو سره قيصر احمد شيخ د انفارمېشن ټيكنالوجي او ډيجيټل خدمات، كر كېلې او فوډ پروسيسنګ، ټيكسټائل او ويليو ايډډ مينوفيكچرنګ، كان كني و معدنيات، د تجديد وړ توان، بنيادي ډھانچې، لاجسټكس، داروګان جوړول او سېلګري د نړيوالو سرمايه كارو لپاره مهمي موقعې لرونكي څانګي وګرځولي۔











