پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د پوليس سکيورټي چيلنج الاٶنس په اړه غونډه وشوه چې پكښې د پوليس پيکج زياتوالي په وړاندېزونو او د راتلونكې مالي كال خرڅونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د خزانې صوبائي سلاحكار طارق محمود پاشا، آئي جي پي ذوالفقار حميد، د خزانې صوبائي سيکرټري اياز …
د ګورنر فيصل كرېم كنډي په مشرۍ كښې غونډه د پوليس پيکج زياتولو په وړاندېزونو بريفنګ

مزید خبریں
پېښور 11 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي په مشرۍ كښې د پوليس سکيورټي چيلنج الاٶنس په اړه غونډه وشوه چې پكښې د پوليس پيکج زياتوالي په وړاندېزونو او د راتلونكې مالي كال خرڅونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د ګورنر هاٶس وياند له مخې په غونډه كښې د خزانې صوبائي سلاحكار طارق محمود پاشا، آئي جي پي ذوالفقار حميد، د خزانې صوبائي سيکرټري اياز خان او نورو اړوند چارواكو ګډون كولو۔ په غٶنډه كښې د خېبرپښتونخوا پوليس او د نورو صوبو پوليس د تنخواګانو تقابلي جاج هم وړاندې كړے شو۔ په دې موقع ګورنر ووئيل د پوليس اهلكارو په تنخواګانو كښې زياتوالي لپاره دې د مجوزه پيکج د جژړولو عمل ګړندے كړے شي۔ ده ووئيل سکيورټي چيلنجز څخه ځپلو او حساس سيمو كښې تعينات پوليس اهلكارو ته دې په مجوزه پيکج كښې پام وكړے شي۔ ده ووئيل پوليس فورس ته د رامخئ ته مسئلو حل او د اهلکارو خېر ښګړې لپاره عملي اقدامات روان دي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې صوبائي پوليس بلها قربانۍ وركړي۔ ده ووئيل د پوليس شهيدانو د ماشومانو لپاره کيډټ کالج جوړولو په اړه دې پېشرفت باوري كړے شي۔











