لاهور 11 نومبر (اے پي پي) په عمان كښې د پاکستان سفير سيد نويد صفدر بخاري د پاکستان انډر 19 کرکټ ډلي سره ملاقات وكړو او اے سي سي مينز انډر 19 ايشيا کپ كښې د قامي ډلي ښې کارکردګۍ ستائيلو سره ېي د لوبغاړو او کوچنګ سټاف ډاډګيرنه وكړه۔د پي سي بي وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاکستان سفير د لوبغاړو په ټورنامنټ كښې په …
عمان كښې د پاکستان سفير سيد نويد صفدر بخاري د پاکستان انډر 19 کرکټ ډلي سره ملاقات

مزید خبریں
لاهور 11 نومبر (اے پي پي) په عمان كښې د پاکستان سفير سيد نويد صفدر بخاري د پاکستان انډر 19 کرکټ ډلي سره ملاقات وكړو او اے سي سي مينز انډر 19 ايشيا کپ كښې د قامي ډلي ښې کارکردګۍ ستائيلو سره ېي د لوبغاړو او کوچنګ سټاف ډاډګيرنه وكړه۔د پي سي بي وياند له مخې د ملاقات په مهال د پاکستان سفير د لوبغاړو په ټورنامنټ كښې په تر اوسه کارکردګۍ د اطمينان څرګندوني سره ووئيل قامي ډلي د محنت، مينې او جذبې سره د پاکستان نامه ورښانه كړې ۔ده په لوبغاړو زور راوړو چې هم په دې عزم او باور سره لوبه وكړي او د هېواد لپاره د کاميابو ترلاسه كولو هڅي رواني اوساتي۔په دې موقع د پاکستان انډر 19 ټيم هيډ کوچ شاهد انور سفير سيد نويد صفدر بخاري ته ټورنامنټ كښې د قامي ډلي په مجموعي کارکردګغ ، بيلو لوبو كښې د لوبغاړو صلاحيتونو او د ډلي تر اوسه په كړي پيش رفت تفصيلي بريفنګ وركړو۔د پاکستان سفير د ډلي انتظاميې، هيډ کوچ او کوچنګ سټاف هڅي د ستائني وړ ګرځولو سره هيله څرګنده كړه چې لوبغاړي به د سباؤن په سيالو كښې هم د ښې لوبي څرګندونه وكړي۔ده د ډلي لپاره د نيكو هيلو څرګندوني سره سيمي فائنل كښې کاميابۍ او تر فائنل ته رسنې له خوښي ولرله۔











