اناطاليه11 نومبر(اے پي پي) د چين نائب صدر هان ژينګ وئېلي دي  چين د موسمياتي بدلونو مقابلې  لپاره  د واضحه اهداف  ټاكلو  او په هغې موثر عمل درآمد لپاره عزم لري  او په نړيوال ماحولياتي نظم ونسق كښې استحكام او تسلسل لپاره خپل كردار ادا كول به دوامداره ساتي۔ د شنهوا تر مخې د چين صدر شي چن پنګ د خاص استازي په حېث هان ژينګ په اناطوليا  كښې …

 

اناطاليه11 نومبر(اے پي پي) د چين نائب صدر هان ژينګ وئېلي دي  چين د موسمياتي بدلونو مقابلې  لپاره  د واضحه اهداف  ټاكلو  او په هغې موثر عمل درآمد لپاره عزم لري  او په نړيوال ماحولياتي نظم ونسق كښې استحكام او تسلسل لپاره خپل كردار ادا كول به دوامداره ساتي۔ د شنهوا تر مخې د چين صدر شي چن پنګ د خاص استازي په حېث هان ژينګ په اناطوليا  كښې د ملګرو ملتونو  د فرېم ورك تر مخه د موسمياتي بدلون  31 مه غونډې په مهال د ملګرو ملتونو عمومي سېكرټري  انتونيو ګوترېش سره ملاقات وكړو ۔ د ملاقات په وخت  هغه د چين صدر د اړخه  د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل  ته د نېكو هيلو پېغام رسولو سره ووئېل چېن د موسمياتي بدلون مسئلې ته دېر اهميت وركوي  ۔  چين تر 2030  د برېښنا پېداوار كښې د غېر  فوسل توان برخه 50 فيصده  او د ختمي توان كارولو  كښې د برېښنا  تناسب تر 35 فيصده زياتولو اهداف لري۔ هغه ووئېل  چين د ملګرو ملتونو فرېم ورك  كنونشن د  موسمياتي بدلون او په پېرس لوظنامه مكمل عمل درآمد  ٬ د پرمختګ كوونكو هېوادونو تر مينځه د موسمياتي مرستې ودې  او  په نړيواله كچه د وخت نه وړاندې د خبرداري نظام لپاره د اقدامات  مرسته به دوامداره ساتي۔

مزید خبریں