وزیراعظم شهباز شریف به د ملګرو ملتونو ماحولیاتي کانفرنس (کاپ31)  غونډه كښې ګډون بشمول نن د (شورو) ورځ د تركيې انطالیه ښار كښې مصروفه ورځ تيروي

  انطالیه 11نومبر  (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف به د ملګرو ملتونو ماحولیاتي کانفرنس (کاپ31) اعلیٰ پائې غونډه كښې ګډون لپاره نن د (شورو) ورځ د تركيې انطالیه ښار كښې مصروفه ورځ تيروي،جرته به چې هغه د پاکستان مؤقف وړاندې كولو سره سره د تجديد وړ توان ودې، ماحولیاتی انصاف او  د موسمیاتي بدلون اثرات څخه ځپلو هېوادونو مسئلې په نړيواله كچه پورته كوي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د …

 

انطالیه 11نومبر  (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف به د ملګرو ملتونو ماحولیاتي کانفرنس (کاپ31) اعلیٰ پائې غونډه كښې ګډون لپاره نن د (شورو) ورځ د تركيې انطالیه ښار كښې مصروفه ورځ تيروي،جرته به چې هغه د پاکستان مؤقف وړاندې كولو سره سره د تجديد وړ توان ودې، ماحولیاتی انصاف او  د موسمیاتي بدلون اثرات څخه ځپلو هېوادونو مسئلې په نړيواله كچه پورته كوي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف د تركيې صدر رجب طیب اردوان په كوربتوب كښې ’’کلین انرجي ټرانزیشن2035،پاورنګ دی فیوچر‘‘”Clean Energy Transition by 2035: Powering the Future”  په سرخط د اعلیٰ پائې غونډه كښې ګډون او د تجدید وړ توان په وژن به مهم خطاب كوي۔ وزیراعظم به کاپ 31 مشرانو غونډه كښې د پاکستان قامی بیانيه وړاندې كوي چې پكښې به  د ماحولیاتی انصاف او موسمیاتي بدلون له امله  د ځپلو هېوادونو موقف په نړيواله كچه پورته كوي۔د ورځي مصروفیات په مهال به وزیراعظم د مهمو سيمه ايزو لارښودو سره ملاقاتونه كوي چې پكښې به په دوه اړخيزه اړيكو او ماحولیاتی چیلنجونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ وزیراعظم به ماښام د تركيې صدر رجب طیب اردوان د اړخه  د نړيوالو لارښودو په درناوي كښې ګالا ډنر كښې ګډون هم كوي۔

 

 

مزید خبریں