حکومت د موجوده معاشي چيلنجز باوجود عامو كورنيو ته ريليف وركولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي۔ سينيټر محمد اسحاق ډار

  اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د دې عزم پخلے كړے دے حکومت د موجوده معاشي چيلنجز باوجود عامو كورنيو ته ريليف وركولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي ۔ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د جماعت اسلامي (جے آئي) پلاوي سره د پټروليم مصنوعات په بيعه او اولس …

 

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د دې عزم پخلے كړے دے حکومت د موجوده معاشي چيلنجز باوجود عامو كورنيو ته ريليف وركولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي ۔ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير د جماعت اسلامي (جے آئي) پلاوي سره د پټروليم مصنوعات په بيعه او اولس ته ريليف وركولو په اړه د د مشاورت په تسلسل كښې فالو اپ ملاقات وكړو۔ د جماعت اسلامي د پلاوي مشري لياقت بلوچ كوله٬ د ملاقات په مهال دواړو ډلو صارفينو په خاص توګه د كم آمدن لرونكو كورنيو ته ريليف وركولو لپاره په اقدامات ګټورې خبرې وكرې۔ دي خبره  ته اتفاق راغلو چې مسلسل مشاورت او د شريكې مرستې د لارې د اولسي اندېښنو ازاله پكار ده۔ نائب وزيراعظم و خارجه وزير په ملاقات كښې د مثبت او ګټور ماحول هركلے وكړو۔ ده د دې عزم پخلے وكړو چې حکومت د موجوده معاشي چيلنجز باوجود عامو كورنيو ته ريليف وركولو لپاره خپلې هڅې روانې ساتلې دي ۔ په ملاقات كښې د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله، د وزيراعظم سلاحكار طارق باجوه، د پټروليم ډويژن سپيشل سيکرټري، د فنانس ډويژن ايډيشنل سيکرټري او د جماعت اسلامي پلاوي غړٶ سيد فراست شاه، نصرالله رندھاوا او عنايت الله خان هم ګډون كولو۔

مزید خبریں