اسلام آباد۔ 10 نومبر (اے پي پي) وفاقي حكومت د بلوجستان ځوانانو ته د روزګار ښې موقعې وركولو او دوي په قامي چوكاټ كښې راوستو لپاره په وفاقي محكمو كښې د بلوجستان په كوټه د 5375 بهرتۍ كولو رسمي اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د آئې ټي و ټېلې كام وزارت ٬ نېشنل انفرمېشن ټېكنالوجي بورډ (آئې ټي بي) او نېشنل جاب پورټل د اړخه جاري شريك …
د بلوچستان ځوانانو لپاره لوي زېرے٬ په وفاقي محكمو كښې په 5375 چوكو د بهرتۍ كولو اعلان ٬ د عمر حد كښې د 10 كالو رعايت هم وركړے شو

مزید خبریں
اسلام آباد۔ 10 نومبر (اے پي پي) وفاقي حكومت د بلوجستان ځوانانو ته د روزګار ښې موقعې وركولو او دوي په قامي چوكاټ كښې راوستو لپاره په وفاقي محكمو كښې د بلوجستان په كوټه د 5375 بهرتۍ كولو رسمي اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د آئې ټي و ټېلې كام وزارت ٬ نېشنل انفرمېشن ټېكنالوجي بورډ (آئې ټي بي) او نېشنل جاب پورټل د اړخه جاري شريك بيان تر مخه د دې اقدام تر ټولو مهم پېشريفت دا دے چې د بلوچستان د ځوانانو سهولت لپاره د بهرتيو طريقه كار اوس د ضلعو په كچه تر سره كولې شي چې ورسره به كانديدانو ته تر لرې لرې سفر نه خلاصے تر لاسه شي۔د ځوانانو د زيات نه زيات ګډون باوري كولو لپاره د عمر زيات حد كښې هم د 10 كالو رعايت وركولو پرېكړه شوې ده ۔ د حكومتي لارښونې تر مخه اوس به په دې چوكو په سپېځلې ډول او په تند رفتارۍ سره ټاكنې د سېلېكشن انترويوز په بنياد كېږي۔خوښي لرونكې كسان خپل آن لائن تفصيلات په نېشنل جاب پورټل په سركاري وېب پاڼه جمع كولې شي۔











