پیښور۔ 10 نومبر (اے پي پي) پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د بارانونو ٬ سيلۍ او د پړق پړوق په اړه خبردارے جاري كړے دے ۔ د جاري اعلاميه تر مخه د صوبې په برنو او مېداني سيمو كښې د 10 نه تر 14 نومبر د بارانونو او سيلۍ امكان ښودلے شوے دے۔ چترال ٬ سوات ٬ دير٬ ملاكنډ ٬ كوهستان …
پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د بارانونو ٬ سيلۍ او پړق پړوق په اړه خبردارے جاري كړو

مزید خبریں
پیښور۔ 10 نومبر (اے پي پي) پي ډي ايم اے خېبر پښتونخوا د صوبې په بېلا بېلو ضلعو كښې د بارانونو ٬ سيلۍ او د پړق پړوق په اړه خبردارے جاري كړے دے ۔ د جاري اعلاميه تر مخه د صوبې په برنو او مېداني سيمو كښې د 10 نه تر 14 نومبر د بارانونو او سيلۍ امكان ښودلے شوے دے۔ چترال ٬ سوات ٬ دير٬ ملاكنډ ٬ كوهستان ٬ مانسهره ٬ اېبټ آباد او نورو ضلعو كښې د باران او واورې ورېدو امكان دے۔دغسې پیښور ٬ كوهاټ ٬ چارسده ٬ او نورو مېداني ضلعو كښې د باران امكان دے۔ په غرئيزو سيمو كښې د واورې ورېدو پېشنګوئي شوې ده ۔ د پي ډي ايم اے وياند تر مخه د بارانونو په مهال غرئيزو سيمو كښې د زمكې خوئېدو اندیښنه ده ٬ دغسې سېلګري او مسافر دې احتياط وكړي ۔ د بارانونو په مهال په مېداني سيمو كښې د نرۍ لړۍ هم امكان دے











