نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د امرېكې پخواني اسسټنټ سيکرټري آف سټيټ رابن رافيل وليدل

  اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سوئيلي اسياء چارو لپاره د امرېكې پخواني اسسټنټ سيکرټري آف سټيټ رابن رافيل وليدل٬ په دې موقع د شريكې خوښې  په چارو او د پاكستان او امريكې اړيكو په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاکستان او امريکې په …

 

اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د سوئيلي اسياء چارو لپاره د امرېكې پخواني اسسټنټ سيکرټري آف سټيټ رابن رافيل وليدل٬ په دې موقع د شريكې خوښې  په چارو او د پاكستان او امريكې اړيكو په ودې د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې نائب وزيراعظم د پاکستان او امريکې په اريكو كښې د مثبت پېشرفت ستائنې كولو سره دوه اړخيزه مرستې لا اوي كولو لپاره د مسلسل روابطو په اهميت زور راوړو۔ په ملاقات كښې په دې خبره صلاح يوه شوه چې  افهام و تفهيم ته وده وركول او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د مكالمې ډاډګيرنې لپاره به د دواړو هېوادونو تھنك ټينکس او د تعليمي ادارو ترمېنځه نزدې روابط او تبادلو ته وده وركولې شي

مزید خبریں