كوئټه۔ 10 نومبر (اے پي پي) د بلوجستان هائيكورټ ٬ د كوئټه په اعلاميه كښې وئېلي دي په جسټس محمد عامر نواز خان رانا او جسټس عبدالقيوم لهړي مشتمل ډوېژنل بنچ نن د پېلك سروس كمېشن پخواني چيئرمن او د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالمجيد اڅكزئۍ بريت په ضد د سر كار د اړخه دائر كړے اپيل منظورولو سره د فاضل ايډېشنل سېشن جج / ماډل كرېمنل ټرائل كورټ …
بلوچستان هائيكورټ ٬ د كوئتې اعلاميه

مزید خبریں
كوئټه۔ 10 نومبر (اے پي پي) د بلوجستان هائيكورټ ٬ د كوئټه په اعلاميه كښې وئېلي دي په جسټس محمد عامر نواز خان رانا او جسټس عبدالقيوم لهړي مشتمل ډوېژنل بنچ نن د پېلك سروس كمېشن پخواني چيئرمن او د صوبائي اسمبلۍ پخواني غړي عبدالمجيد اڅكزئۍ بريت په ضد د سر كار د اړخه دائر كړے اپيل منظورولو سره د فاضل ايډېشنل سېشن جج / ماډل كرېمنل ټرائل كورټ ۔ 2 كوئټه د 4 ستمبر 2020 پرېكړه كالعدم وګرځوله ٬ د كومې په نتيجه كښې چې عبدالمجيد په تند رفتارۍ ٬ بې غورۍ او غفلت د ګاډي په چلولو او د ټريفك انسپكټر حاجي عطاﺀ الله د وظيفې په مهال په چقولو او وژلو د تعزيرات پاكستان دفعه 302 تر مخه مجرم وګرځولے شو او د 10 كاله زندان د مشقت سره سزا ورته اورلې شوې ده او مجرم ته د وژلې شوي قانوني وارثانو ته د ديت وركولو امر هم شوے دے۔ دغسې عدالت ايدشنل سېشن جج كوئټه ته هم سپارښتنه كړې ده چې په ضملنت د پرېښودلې شوي مجرم عبدالمجيد اچكزئۍ سمدستي نيولو او سزا تېرولو لپاره زندان ته د لېږلو په غرض ضمانت نه كېدونكے وارنټ جاري كړي او د نيولو په اړوند وارنټ عمل درآمد باوري كړي۔











