اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي د بجلي غلا او د اووربلنګ مخنيوي٬ د بلنګ په نظام كښې سپېځلتيا او صارفنيو لپاره د زياتو بلونو څخه تحفظ لپار به د ګرد هېواد په ټول ډسكوز په ټرانسفارمرز سمارټ ميټرز لګولې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د ډسکوز پرمختيائي پروګرام جاج اخستو په اړه د غونډې مشرۍ …
د بجلي غلا ٬ د اووربلنګ مخنيوي لپاره به په ټول ډسكوز په ټرانسفارمرز سمارټ ميټرز لګولې شي۔ د وفاقي وزير احد چيمه غونډې ته وېنا

مزید خبریں
اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه وئيلي دي د بجلي غلا او د اووربلنګ مخنيوي٬ د بلنګ په نظام كښې سپېځلتيا او صارفنيو لپاره د زياتو بلونو څخه تحفظ لپار به د ګرد هېواد په ټول ډسكوز په ټرانسفارمرز سمارټ ميټرز لګولې شي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د ډسکوز پرمختيائي پروګرام جاج اخستو په اړه د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د تقسيم كوونكو كمپنو په ټرانسفارمرز د سمارټ ميټرز لګولو لپاره د فنډز انتظام په اړه په پېشرفت د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې ګډون كوونكو ته ووئيل شول د سمارټ ميټرنګ نظام لپاره د مالي وسائلو انتظام كښې تر اوسه مثبت پيش رفت شوے دے۔ په غونډه كښې د ډسکوز نجکارۍ نه پس هم د سمارټ ميټرنګ منصوبه جاري ساتلو په تګلاره غور وشو۔ احد چيمه ووئيل حکومت به داسې انتظامات كوي چې له مخې ئې نجي سرمايه كار دا منصوبه مخ په وړاندې بوتللې شي۔











