د بال ټېمپرنګ سكېنډل پلټنې به بيا نه كېږي٬ د كركټ آسټريليا ښكاره موقف

  سډني۔ 10 نومبر (اے پي پي)  كركټ آسټرېليا  (سي اے) د كال 2018 بد نامه بال ټېمپرېنګ سكېنډل  د بيا پلټنو كولو څخه انكار  كولو سره وئېلي دي  د معاملې د بيا پلټنو كولو كوم كوټلے ثبوت  نشته٬  د كرم انفو تر مخه د كركټ  آسټريليا چيف  ايګزېكټيو ټوډ ګرېن برګ  د پخواني آسټريليا اوپنر د خواجه عثمان په انكشافات غبرګون ښودولو سره ووئېل   بورډ د پخوا كړو پلټنو …

 

سډني۔ 10 نومبر (اے پي پي)  كركټ آسټرېليا  (سي اے) د كال 2018 بد نامه بال ټېمپرېنګ سكېنډل  د بيا پلټنو كولو څخه انكار  كولو سره وئېلي دي  د معاملې د بيا پلټنو كولو كوم كوټلے ثبوت  نشته٬  د كرم انفو تر مخه د كركټ  آسټريليا چيف  ايګزېكټيو ټوډ ګرېن برګ  د پخواني آسټريليا اوپنر د خواجه عثمان په انكشافات غبرګون ښودولو سره ووئېل   بورډ د پخوا كړو پلټنو نتيجو څخه مطمئن دے  او په هغه موقف كښې هيڅ بدلون نه دے راغلے۔ خواجه عثمان  پخپله سوانح عمري ٬٬ صبر ٬٬ كښې  ادعا كړې ده   چې د 2018 په مهال   د سوئېلې افرېقې دورې په مهال  د آستړيليا ډلې ټولو لوبغاړو ته د بال سره د ځورونې  او چھېړ علم ؤ  ۔ د هغه تر مخه  كېمرون بېنكرافټ  سره د كېپ ټاون ټېسټ په مهال  د موجودګي باوجود كركټ آسټرېليا  د هغه موقف هم نه ؤ اورېدلے ۔  پخواني د آسټريليا لوبغاړي  ډيوډ وارنر  هم د خواجه عثمان د انكشافات مرستې كولو سره دغه 100 فيصده سمه خبره ګرځولې ده او د بورډ پلټنې يې د بيړې  ښكار او ناقص ګرځولې دي۔د توډ ګرين  برګ وېنا وه   چې زه د خواجه عثمان د موقف احترام كوم  او د هغه بيان كړي ځينې تفصيلات  د نورو لوبغاړو د بيانونو سره سمے نه خوري  ځكه زه د مكمل جاج اغستو نه غېر  كوم غبرګون نشم وركولے۔

مزید خبریں