اناطاليه۔ 10 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو موسمياتي كنفرنس كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې تېره ورځ پېل شو ٬ كوم به چې تر 20 نومبر دوام لري٬ په كانفرنس كښې د 200 هېوادونو استازي ګدون كوي۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د كانفرنس پېل د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون مشر سائمن سټيل د پرانستې او هر كلي خبرو نه اوشو۔ هغه ووئېل …
كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې پېل شو ٬ د موسمياتي وعدو په عملي كولو به زور راوړلے شي

مزید خبریں
اناطاليه۔ 10 نومبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو موسمياتي كنفرنس كوپ 31 د تركيې په انطاليه ښار كښې تېره ورځ پېل شو ٬ كوم به چې تر 20 نومبر دوام لري٬ په كانفرنس كښې د 200 هېوادونو استازي ګدون كوي۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام تر مخه د كانفرنس پېل د ملګرو ملتونو د موسمياتي بدلون مشر سائمن سټيل د پرانستې او هر كلي خبرو نه اوشو۔ هغه ووئېل د موسمياتي بدلون مقابلې لپاره تر اوسه شوے پېشرفت پورا دے او نه منصفانه۔ هغه په هېوادونو زور راوړو چې هغوي يوازې د اهداف ټاكلو په ځائے داسې عملي حل ګړندے كړي د كوم چې په زمكيزه كچه ګټورې نتيجې رامخې ته شي۔هغه ووئېل كوم هم كوپ كنفرنس د ټولو مسائلو سمدستي حل دے او نه كوم يو كنفرنس سائنسي حقائق او د زمكيز صورتحال تر مينځه خليج ختمولې شي۔د نورو موسمياتي كانفرنسز برعكس په كومو كښې چې كومې يوې لوظ نامې ته پام لرنه كېږي ٬ په كوپ 31 كښې د وړاندې نه د كړو وعدو ته په عملي شكل وركولو زور راوړلے كېږي۔ د تركيه د ماحوليات وزير مرات كوروم په رسمي توګه د كوپ 31 صدارت تر لاسه كړو او د آسټريليا د ماحوليات وزير كرس بوون به د غېر معمولي مشتركه صدارت لاندې د هغه خبرو اترو نګراني كوي په كومو چې په كوپ 30 كښې اتفاق راغلے ؤ ۔











